څه چی ځان ته غواړی هغه نورو ته هم و غواړه

Posted on at


څه چی ځان ته غواړی هغه نورو ته هم و غواړه


څه چی ځان ته غواړی هغه نورو ته هم و غواړه دا هغه نصیحت دی چی زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ګفتار دی چی خپل امت ته یی د یو پند یا نصیحت په توګه پریښی دی ځکه چی کچیری دغه دحضرت محمد مصطفی (ص) نصیحتونه په یوه کورنی او یا یوه جامعه و یا کوم هیواد کی عملی شی نو دغه کورنی او جامعه او یا د هیواد د سعادت نیکمرغی او خوشبختی سبب کیږی نو څه ښه چی دغه صفت په ځان کی تقویه کړو او د دنیا او آخرت د کامیابی او نیکمرغی سبب شی چون هیڅ انسان هم د خپل ځان لپاره بی عدالتی او حق تلفی نه غواړی پس باید کوشش وکړو تر څو د نورو په حقوقو کی بی عدالتی او حق تلفی و نه شی او یا هم ددی تر څنګ که یو څوک د خپل ځان په مورد کی غیبت ، تهمت ، خیانت ، کینه او یا بُخل نشی زغملی نو لازمه ده چی د نورو سره د غیبت ، تهمت ، خیانت ، کینی او داسی نورو ناوړه عملونه تحمل و نه لری


.


د مثال په توګه : یو انسان ډیر مالداره دی او هغه په خپل کور کی یو څوکی دار هم لری البته دغه څوکی دار یو ټکړه او هوښیاره ځوان وی او د یو آرامه ژوند لپاره پیسو ته اړتیا لری دغه څوکی دار هم د خپل وس او توان په اندازه زیار وباسی او کوشش کوی اما کله چی د کور خاوند خبریږی چی هغه غواړی چی یوی لوړی مرتبی ته ورسیږی او ډیر هلی ځلی هم کوی نو له ده سره بخیلی کوی او دی له دندی څخه ګو ښه کوی چی دا یو ظلم دده په حق کی دی ددی پر ځای چی دده زحمتونو ته و کتل شی او دده مرتبی په لوړولو کی خپلی دی مرسته ورسره وکړی دی یی له دندی څخه ګوښه کوی چی دا خپله د ځان ستاینی یو ډول دی


.


ټول انسانان یو د بل مرستی اړتیا لری نو همیشه باید د یو مرسته کوونکی شخص په توګه عمل وکړو او له ځان ستاینی څخه ځان و ژغورو او د حضرت محمد (ص) خصلتونه په ځان کی تقویه کړو لکه څرنګه چی ویل شوی دی


.


ځان ستاینه د شیطان کار دی            ‍‍‍‍‍‍‍‍ هر څوک چی ځان کم ګڼی هغه انسان دی پس پر موږ لازمه ده چی خپله د بشر دوستی او انسانی خوی په ځان کی تقویه کړو او ځان ستاینی څخه ځان وژغورو او همیشه د ځان په فکر نه وو او د ځان لپاره نور قربانی نه کړو بلکی همیشه ځان څخه د ځان ستاینی حس لری کړو او ځان له نورو څخه کم و ګڼو چی په اصل کی د کم ښودنه تر ټولو لویه لوی ښودنه ده


.



About the author

160