د زده کوونکو پیژندنه د اجتماعی رسانو سره په افغانستان کی: د ملکه جلالی اونۍ راپور

Posted on at


په تیره اونۍ د ښوونځیو زده کوونکی او ښوونکی د روژی عید لپاره د یوی اونۍ لپاره رخصت ول. په افغانستان کی په دغو آخرو دهو کی جکړی پیل شوی دی. او دغو خاطره زموږ ګران هیواد ته د هر خوا نه ډیر ستونری پیدا شوی دی. او دغی جکړی او خشونتونه او ظلم سبب شو چی دوه میلیونه نفره خپل ځانونه د لاسه ورکړی. او یو شمیر ډیر هیوادوال مو معلول او معیوبه شی.



5 میلیونه نفره د هیوالو نه مو د هیود نه بهر ته تللی. د خلکو بی ځایه کیدل د ځای او سیمی نه یی, د ډیرو ورانېو سبب په ښارونو او کلیو کی شوی دی. او د عام المنفعه تاسیساتو وران کیدلو سبب لکه د سرکونو, پلچکو, فابریکو, زراعتی تاسیسات, بیاروغول, د اوبو برق شبکی او صحی خدمات شوی دی, او هم یو د بی سوادی او د زده کړی او فکر کچی کارته راتلل سبب شوی دی او هم د د ښوونځویو خرابول سبب شوی دی. ځرنکه چی دوی خلک یی د زده کړه او پوهی نه لری کړی دی, او اوس فقط شی چی د افغانستان خلک یی د بی اتحادی, د اقتصادی کچی کارته کیدل د بی گناه خلکو وژل, د خشونت د ښځو باندی او نورو د داخلی ستونزو نه یی ساتلی دی, او هغوی یی د پرمختکه تکنالوژی په لور یی سوق کړی دی هغه زده کړه او پوهه ده. کورنی بادی زیار وباسی خپل ماشومان د ښوونځی په لور ولیکی او وروسته د ښوونځی ختمیدلو نه یی هغوی د خپلی زړه خوښی رشتی تحصیل ته اجازه ورکړی. په افغانستان کی نجونی او ښځی د زده کړی ادامه ته اجازه نه لریز او حتی د ښوونځیو تللوو ته اجازه نه لری.


 


دغه هم یو د عدم  پرمختک دلیل په ټولنه کی کیږی. یو ټولنه هغه وخت کولی ی خپل ځان د بدبختی, ورانیو او اقتصادی ستونزو نه خوشی کړی چی نر او ښځه, نجنی او هلک د زده کړی او پوهی د لاری نه د ټولنی پرمختک لپاره یوځای شی او د یو بل سره خپله هیواد او ټولنه نړیواله کا, او خپل بیچاره خلک د دغو ټولو داخلی جکړو او بی مورده مړ کیدلو, معلولیت او د زرانو خلکو بیکاری سبب کیږی خوشی یی کړو. او صلاحیت د طالبانو نه ونیسو او دغه بی پوهه, بی فرهنګه, ظالم او بی رحمه خلک د افغانستان نه لری کړو. او دا بله لاره نه لری پرته د سولی, اتحاد, یوالی او د زده کړی او پوهی کسب او په دغه لاره کی زیار کول د هر یو افغان مسئولیت دی.



About the author

MalakeJalaliSchool

Malake Jalali is located on Godam Street in front of the big Masque of Herat, Afghanistan. It has 3270 Students, 101 teachers and 2 buildings.

Subscribe 0
160