د امیر علی شیر نوائی ښوونځی باندی یوه کتنه: د نظارت غړی ضامنه هیئت د ښوونکو کارکرد لپاره. دهغو تدریسی کارونو نه یی کتنه وکړله, چی د استادانو لیاقت, درس ورکولو لاره یی, د زده کوونکو عملی کارونه, ګروهی کارونه, د زده کوونکو پوهی پورته کیدلو لپاره موثری لارونه او د زده کونکو او ښوونکو نمایشی فعالیتونو نه ارزیابی شول.
د نظارت غړی پرته له دی نه چی د ښوونکو درس ورکولو ځرنکوالی نه یی بررسی وکړله د اداری کارونو نه یی هم کتنه وکړله. دغه د نظارت غړی په کال کی دوه ځلی یو واری مخته د څلور نیم میاښتی امتحاناتو نه او بیا وروسته د څلور نیم میاښتی امتحاناتو نه د ښوونځی نه لیدنه کوی. او اکثرا د نظم او دیسپلین, مدیریت, پاکی, د ښوونځی چاپریال پاکی, د استادانو درس ورکول او د چاپریال شاوخوا شینوالی په اړه د ښوونځی نه لیدنه کوی.
او هم هغه خلک چی د انتخاباتو کمیسیون له خوا نه د پروسی تبلیغ لپاره ښوونځی ته راغلی وو او د دغه ښوونځی زده کونکو نه یی چی د شرایطو وړ اوسی وغوښتل چی د دغی پروسی کډون سره د هیواد راتلونکه مو په لاس کی ونیسی. دغه خلک د هغو ښځو په اړه چی تر اوسه یی کارت نه دی نیولی پریشانه دی او دغی ښوونځی نجونو نه یی وغوښتل چی خپل ځان په ټولنه کی فعاله وښایی او د خپل حق نه کار واخلی.
او هم محل شورا د ښوونځی ستونزو بررسی سره د زده کوونکو کورنیو سره یی چی د دغه شورا کاری پلانونو نه محسوب کیږی, جلسی یی برګزاره کړلی او د ښوونځی د اړتیا وړ شیان یی آماده کړل, دغه فعالیتونو نه فورمی ډکول کیږی. په تیره اونۍ کی دغه فورمی د معارف شورا برخه مسئول باندی بررسی شو. او د ښار معارف مدیریت په 1:30 بجو یی د دغه ښوونځی نه کتنه وکړله او مختلفه موارد یی بررسی کړل.
په دغه اونۍ کی د لسم او یولسم ټول زده کونکی د افغان سیتادل او انکس فلم موسسی انترنتی پروګرام پوښښ لاندی راغلی دی. دغه یو ډیر لوی کمک د زده کونکو لپاره دی او کولی شی د دوی تحصیلی سطح یی پورته بوځی او هر کله چی وغواړی چی په انترنت کی د کوم شی په اړه لټونه وکړی کو ستونزی ته مخامخ کیږی نه. دغه زده کونکی په تیره اونۍ کی په مختلفو برخو کی یی لکه د ,Domain ,Host, Internet, Website , Network آشنایی پیدا کړله او توضیحاتو په دغه اړه ورته وویل شول. د مثال په توکه: د Gmail ښه والی د Yahoomail نسبت باندی دا ده چی Gmail 10 جی بی اضافه ځای فایلو ته ورکوی. او یا هم که وغواړو په Google کی د کوم شی په اړه کوم شی ولټوم باید کله چی لومړی هغه شی غواړم, تایپ یی کړم او وروسته د دغی موضوع په اړه په پاڼه کی د هغو په اړه راځی او غوښتل شوی معلومات مو موندا.