په دغه فکر کی یم چی د بانکونو جوړول٫ فعالیت او اهداف ضروری دی. بانکونه په قدیم وخت کی د خلکو سپارلو منلو ته چی اړتیا یی ورته نه درلوده او وام ورکول یی هغه خلکو ته چی هغو ته یی اړتیا نه درلوده٫ جوړ شوی دی. د مثال په توکه: که یو کورنۍ او یا هم یو سازمان مالک اړتیا یی درلوده چی یو شی واخلی مګر پیسی یی نه درلودلی٫ دوی د بانک نه یوه قرضه یی د یو مشخصه وخت لپاره د یو مشخصه فایدی سره نیولی او په مقابل کی یی د اچولو تعهد یی ورکولو. د بانک درآمد د هغو وامو نه چی خلکو بانک ته ورکولی تامین کیدلو. د وخت په تیریدلو سره٫ د پیړیو جریان کی بانکونو د وام ورکونکو په نقش کی د هغو پیسو مدیریت چی د مشتریانو باندی ورکول کیدلی په غاړه یی ونیولو. د بانکونو اصلی فعالیتونو کی اساسی بدلون په دغه شلو کالو کی لیدل شوی دی٫ څرنکه چی دوی د دارایی مدیریت لپاره یی متفاوت پروګرامو نه یی لکه سهام٫ د قرضو پاڼی٫ سرمایه ګذاری په سهام کی٫ د سرمایی مدیریت او نور یی تر لاس لاندی نیولی دی. هر یو د پورته موضوعاتو نه په تنهایی توکه به په راتلونکه کی به بحث شی. د سود او فایده له نقطه نظره دغه فعالیتونه د قرضونو مقدار سره برابر دی.
او همدارنکه نوین بانکونه نور ډیر خدمتونه هم ارائه کوی لکه د معاشونو اچونه٫ د حسابی صورتونو اچونه لکه برق٫ تلفون٫ ګاز حسابی صورتونو غوندی او نور٫ د برق اچونی٫ د پیسو لیکل٫ د اعتبار او بدهی کارتونه.
د نوینو بانکونو انتقاد کونکی نکته به شاید دا اوسی چی دوی د اصلی دندی نه چی د خلکو سپارل او وام ورکول یی نورو ته د کور٫ موټر او نورو شیانو اخیستلو ته اوسی٫ سترکی یی پټی کړی دی. او د ټولو نه مهمه چی مالی جنبه یی لکه اقتصادی جنبه مهمه ده دا دی چی دغه بانکونه ٫ لوی او وړوکی سازمانونه یی د دغه فعالیتونو نه پاتی کړی دی او د ملتونو د سرمایی او اقتصادی پرمختک کارته کیدلو سبب شوی دی.
تر وروسته ...