سوځیدلي بیسکیټ

Posted on at


 ډېره موده وړاندی یو ماښام کله چې مور مې په دسترخوان باندې زما دپلار مخی ته وچه ډوډۍ مربا اوسخت سوځیدلي بیسکټ کېښودل ماداسې وانګیرله چې ګواکی


  دا سوو بیسکیټو ته چا نه دی ورفکر شوی لیکن پلار مې بیغمه خپل بیسکیټ وخوړل او بیا یې په وار سره ما ته مخ کړ او ویې ویل،   ښه زویه څنګه وښوونځي کې


 دې څه څال و؟ خدای شته چې نه مې یاديږي چې ما ورته څه ځواب ورکړ  لیکن  دومره مې په یاد دي چې  مور مې د پلار څخه  دسوو بیسکیټو په وجه دبخښنی  غوښتنه کوله پلار مې په ځواب  کې ورته وويل :  ګرانې زما اصلا سوي بیسکیټ خوښیږيې


وروسته هماغه شپه دپلار کوټی ته ورغلم تر څو ورته ؛؛شپه دې پخیر؛؛ ووایم او ویده شم نو مې په ورو شان تری وپوښتل : پلاره ته رښتیا سوي بیسکیټ خوښوی؟ پلار مې یوځل په خپله غېږه کې ټینګ کړم او بیا یې راته وویل : زویه، مور دې نن کری ورځ کارکړی و او ډېره ستومانه وه .  بیا یې پسې ورغبرګه کړه او ویې ویل : زویه سوي بیسکیټ سړی نه دردوي لیکن یوه تیزه اوترخه خبره سړی زخمي کوي.


نو ما  ته دا خبره تر اوسه یو غوره درس پاتی دی هغه داسې چې، زمونږ ژوند څومره دنیمګړتیاو نه ډک دی او مونږ څومره نیمګړي یو.....زه په یو کار کې هم  ه ترټولو غوره نه یم لیکن دا مې منلي چې : دیوبل عیبونه منل او د توپیرونو درناوی کو ل، دیوې سالمې پیاوړی او دتل پاتی اړیکی  دساتلولپاره یوه مهمه کیلي د ه     


 


 



About the author

sharifullahmuhabbat

Hi! My name is Sharifullah and I am a Civil Engineer.I went to Gov High school and Higher Secondary school in Pakistan then studied Civil Engineering at Cairo University.I like
writing, reading, surfing on the internet, and traveling.
I love my country and my people.

Subscribe 0
160