ځوانان او د هغوی مسولیتونه

Posted on at


 


پدې کې هیڅ شک نشته چې ځوانان د ټولنې ملا تیر دی او دیو ملک بنیاد اواساس دځوانانو په وسیله ټینګیږي.


 ځوانان د زور اوقوت څښتنان دي، او دکار کولو وړتیا لري ځوانان دی چی یو هیواد دپرمختګ او سوکالی په لوری راونوي او دسیالیو تر کاروانه یې رسوی ځوانان دی چی پیاوړی او سپیڅیلی احساسات لری او په همدغو احساساتو سره  کولای شی چې په خپل هیواد کی مثبت بدلونونه راولۍ .


په ټولنه کې د ځوانانو رول داسلام له نظره خواره مهم ګنل شوی دی دیو حدیث مفهوم دی چې حضرت محمد (ص) وویل چی زړه می راته وایی چی دا ټول ځوانان راټول کړه او هغه څوک چی دجماعت لمونځ نه ادا کوي د هغوی کورونه ته یي بوزم او دهغوی کورونه پری وسوزوم .


له پورتنی حدیث څخه دا رامعلومیږی چه ځوانان دټولنی مهمه برخه تشکیلوی ځکه چی ددواړو دنیا سردار یواځی د ځوانانو یادونه کړی وه اونور کسان یی لدیکارڅخه عاجز وبلل


.


داچې ځوانان په یوه ټولنه کې دومره مهم رول لوبوی او دومره پیاوړی دی نو ورته په کار ده چی ځوانان باید لدی ستر ځواک څخه چی دوی یی لری ځان خبر کړی او دمسولیت ښه احساس وکړی که چیری یو ځوان دخپلو مټو له زور خبری شي په ټولنه کی به مثبت بدلونونه راولۍ انقلابونه به رامنځته کړی .


که چیری ننی پرمختللی نړۍ ته ولیدل شی نو له موږ ډیره مخکې ده او لامل یی دادی چه دهغوی ځوانانو ډیر زیات کار کړی شپه او ورځ یی یو ه کړی او دملک په پرمختک کی یی پوره ونډه اخستی په ملک یی زړه سوزولۍ اودملک ګټه یي خپله ګټه بللی نو ځکه ا وس دکاروان په سرکی هسکه غاړه درومی او موږد هغوی مرستی ته اړیو


.


زموږ دی شاته پاتی کیدو اصلی لامل دی چه دخپل مسولیت ښه احساس مو ندی کړی او دغفلت په خوبونو کی غرق یو. دنوری نړی ځوانان کار کوی او زموږ ځوانان دموډ او فیشن په لټه کی دی دنوری نړی ځوانان دکمپیوټر انټرنیت اونوی تکنالوژی سره سرو کارلری اوزموږ ځوانانو د ټوپک سره مینه ده


دنوری نړی  ځوانان دقلم اوکتاب سره ژوند کوی دنوری نړی له ځوانانوښوونځی او کالجونه ډک دی .


مګرزموږ ځوانان دبدمعاشی ډلی ټپلی جوړوی اودنوری نړی ځوانان په وروروالی او سوله کی ژوند کوی خوزمونږ ځوانان اوس هم دکرکی او تعصبونو ډک دی .


ځکه خواوس احتیاج یودبل درته مو سترګی نیولۍ کونډی یتیمان او معیوبین را پاتی دی .


نوای ځوانانو راځی لدی تورتم او بد بختیوڅخه ځان خلاص کړو اوټولو بدبختیو ته دپای ټکی کیږدواویو ښه روښانه راتلونکی په اړه فکر وکړو  یوبل ته دوروروالی لاسونه ورکړو اوپه ګډه خپل بی وزلی ولس اوګران هیواد ته کاروکړو ترڅو یو ښه اوروښانه راتلونکی ولرو.


لیکوال اوژورنالیست


عبدالرحمن منګل


 


 


 



About the author

160