په ټولنه کی دښځی اهمیت اودټولونو په نسبت توپیرونه او امتیازونه

Posted on at


.لکه څنګه چی ښځه دټولنی نیمایی برخه تشکیلوی همداسی دښځینه رول په همدی ټولنه کی مهم دی ،خو دښځینه وو رول دنارینو سره دژوند په ټولو چاروکی ددولتونو، ملیتونو ،معاشرو اوادیانو په نظرکی نیولو سره خوارا لوی او ستر فرق لری. که چیری غربی هیوادونو اوټولونو ته متوجه سو! نوهلته به ووینو چی دښڅینه وو او نارینه وو مسئولیتونه اوپیټی دومره توپیرپه خپل منځی کی نلری، مثلا که چیری یونارینه مؤظف وی اودخپل ورځنی چارو دسمون په خاطر شپه او ورځ لګیاوی او زیارکاږی څو دژوند دستونزو دله منځه وړولو په منظور خپل اقتصادی اوهر اړخیز ژوند ته دهره جنبه وده ورکړی ، اوهمداډول دژوند یوه لویه برخه په کارکولو کی تیروی څو ښه او روښانه راتلونکی ولری پداسی حال کی چی ستونزی ترډیره بریده حل وی ،اوهمدارنګه ورسره په څنګ کی دمیرمنو هم عینی حال وی، یعنی ټول هغه مسئولیتونه چی دنارینه پرغاړه دی اویایی هم نارینه دځان لپاره په خپل ژوندانه کی اړین بولی څو سرته یی ورسوی، ورسره میرمنی هم دټولو هغو پیټو دپرغاړو اخیستلو مسئولینی ګڼل کیږی څویاید دنارینه وو غوندی دکار کولو جوګه وی.یاد ژوند هغه دی چی دکوربهرتیریږی
خو هغه ژوند چی بیاپه کورکی تیریږی هم دښځینه وو اونارینه وو ترمنځ په نیمایی سره تقسیمیږی یعنی که چیری ښځه اشپزی، دماشومانو دهراړخه دنظافت اوخواراک خیال ساتل اویاهم بل کارکول غواړی نوباید نارینه هم په مساوی ډول په ټولو چارو کی ورسره همکاره وی



 
اوس که بیاچیری راسو دښځو او نارینو ترمنځ دژوند په چاروکی دبرخه اخیستلو په اړه اسلامی هیوادونوته خصوصا افغانستان ته په افغانستان کی ۹۰٪ فیصده ښڅی دنارینه وو په نسبت جلا اړخ بلل کیږی، او هغه مسئولیتونه چی دنارینه پرغاړه دی هیڅکله یی میرمنوته د کولو نه اړتیا بریښی اونه هم شونی ګڼل کیږی مثلا: دکور بهر هرڅه مسئولیتونه چی که سخت وی که هوسا کول یی دنارینه وو کار دی اوهیڅکله میرمنی ته دبرخی اخیستلو نه اړتیالیدول کیږی اونه هم ورته اجازه ورکوی. اوکله هم څوک پدی فکرکی نه وی اونه یی هم یادونه کوی چی میرمن دی وظیفه ولری اورسره دژوند داقتصادی چارو په ښه کولو کی دی ورسره مرسته وکړی، بلکی داټول مسولیت دنارینه پرغاړه دی چی دهره اړخه دښځو دمشکلاتو خلاصول ددوی پرغاړه یو فریضه ده


http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/3/37/Afghan_family_Pashtun_home.JPEG


اوهغه کارونه چی دکور دچار دیوالۍ دننه اجراکیږی هغه دښڅی مسولیت دی، لکه : ډوډۍ پخول، اشپازی کول،لوښی وینځل ،دماشومانو روزنه  اونور...
یوازنی  شی چی زیات خلګ ورته دشڅی اونارینه وو ترمنځ دمساوی ډول کولو قایل دی هغه تعلیم دی ځکه چی نبی صلی الله علیه وسلم  فرمایی چی دتعلیم حاصله ول پرنر اوښڅی فرض دی. اودابیاهغه اصل دی چی هیڅوک یی مخالفت نسی کولای 



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160