له روغتیایی خدمتونو څخه برخمنېدل، د پولیسو په هلو ځلو پورې اړه لري

Posted on at



له روغتیايی خدمتونو څخه برخمنېدل د انسان هغه طبعی او قانونې حق دی، چې په بېلابېلو قوانینو کې د ټولنې د هر غړي لپاره په ګوته  او تضمین شوي دي.

پولیس په خپلو هڅو سره کولاې شي، چې د ټولنې وګړي له خپل دغه حق څخه په ښه توګه برخمن کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند سخي کارګر په وینا، دا مهال په افغانستان کې څلوېښت سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسې نه لري.

نوموړی، نا امني د هیواد په ځینو سیمو کې، له روغتیايي خدمتونو د خلکو د بې برخې توب یو مهم لامل بولۍ.

 

د کابل ښارد یو تن اوسېدونکې حبیب الله یوسفي  په وینا: "دا چې زه د کابل په ښار کې  اوسېږم او کابو له ټولو روغتیايي خدمتونو، چې نور هېوادوال ترې برخمن دي، برخمن یم، خو پوهېږم چې زموږ ډېری هېوادوال په لرې پرتو سیمو کې  له کافي روغتیايي خدمتونو څخه  برخمن نه دي."

نوموړي زیاته کړه: "زما په اند، له روغتیايی خدمتونو د خلکو دغه بې برخې توب په هېواد کې د ناامنیو له کبله ده، چې زموږ غښتلي  ملی پولیس کولاې شي په خپلو  هڅو سره له دغو وګړو سره مرسته وکړي، ترڅو هغوي هم زموږ په څېر له روغتیايي خدمتونو برخمن شي."

د بشرې حقونو د قوانینو پر بنسټ، زموږ ټول هېوادوال باید په مساوي ډول له روغتیايي خدمتونوڅخه برخمن وي او د پولیسو د هڅو په پایله کې د امنیت په ښه کېدلو سره، په آسانۍ سره دغه قوانین پلي کېدای شي.

 

په کابل کې د سلطاني په نامه یو ډاکتره وايي: «روغتیايی خدمتونه د هر وګړي له لومړنیو حقونو څخه دي، یا په بل وینا د هر وګړي د روغتیا ضامن دي.»

ده وویل: "زه د یوې ډاکترې په توګه، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د پولیسو د هڅو ستاینه کوم."

نوموړي زیاته کړه، چې پولیس سرتېري کولاې شي، د هېواد په ټولو سیمو کې د امنیت په ټینګولو سره، ټولو ته له روغتیايي خدمتونو د برخمنېدلو زمینه برابره کړي او زرګونه هېوادوال، چې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله مري، له مرګه وژغوري.

په هېواد کې څلوېښت سلنه خلک له روغتیايي خدمتونو برخمن نه دي او یو مهم لامل یې هم ناامني ده، پولیس ځواکونه کولاې شي د امنیت په ټینګولو سره، ډېرې هېوادوال له روغتیايي خدمتونو نه  برخمن کړي او له مرګه یې وژغوري.

د یادولو وړ ده، چې دغه سلنه په تېرو کلونو کې تر دې ډېره لوړه وه، خو د امنیتي ځواکونو په ځانګړې ډول  د ملی پولیسو په هڅو سره دغه کچه تر ډیره بریده راټیټه شوي ده.

 

 

نویسنده: خان آقا فیضی

 

 



About the author

160