دوطنپرستۍ او وطندوستۍ دفلسفی ریښه موږته په اصل کی دخپل خلقت په معینه دنیا اومشخصو انسانانو کی دراز ښودل دیپه موږ خپل ځان پیژنیموږته دخپل شتون پرخپله لاری ښونه او پوهه راکویموږ دبیګانه پرستۍ نه خلاصوی
معاصر څیړونکی په دی نتیجه رسیدلی دی چی انسانان هله خپل ځانو نه په فردی او واقعی ډول پیژندلایسی چی کله خپل ځانونه په ملی او وطنی ډول وپیژنی وطندوستی اوملتپرستی بیا دخلګو او ټولونو په نستب په متضاد اویاهم بیل ډول سرته رسیږی مثلا؛ فرانسویان ځان غوښتونکی دی، ولی افراطیان بیاندی
دالمانیانو ملتپرستی بیا ډیره افراطی ده چی د (ناتسیسم) په نامه سره یادیږی.انګریزان ترمعقولو حدودو تیری نه کوی. اایټالویان بیا ملتپرستی او وطندوستی دوسعت طلبۍ په معنی پیژنی،نو زموږ تاسو ملت دوستی به هغه وخت فرهنګی اوبشردوستانه وی چی خپل ملت، ځان او نژاد ترنورو پورته ونه ګڼو،موږ باید په هغه څه ځانونه سمبال کړو چی په تاریخی ډول دیوقوم اوملت دپرمختګ او سرلوړی سبب سویدۍ؛ لکه علمی اوهنری رشد دیوثابت اومنل سوی فرهنګ لرل اوهغه معیار چی زموږ دملت دوستی او تفوق سبب کیږی هغه معیار علم دی اوبس
تحقیق کونکی پدی باور دی چی واقعی او ریښتینه ملت دوستی، هغه فرهنګی اوهنری وی.هنر اوفرهنګ په خپله یو ایجادکار او اختراع ده نه په رنګ نه په پوست اونه هم په شکل اوفیافه پوری کوم تړاو لری
درنو ملګرو کله چی موهم دالیکنه ولوستل دلیکنی په لاندنۍ برخه کی موخبل نظر پریږدۍ