دریمه برخه

Posted on at


ملتګرای دنړی دسیاست او فرهنګ په تاریخ کی کومه نوی پدیده نده، خو دمغرضانه کړیو او حلقو جذابو او ګمراه کونکی چلند دملتګرای مفهوم دمشکلاتو سره مخ کړیدی چی په اړه یی باید  فکر وسی.اوس دادملتګرای مفهوم په یوداسی پړاو کی راغلی دی، چی نقصانات، عیبونه،کمبودیانی اونوری ډیری ستونزی لری
نولازمه ده چی باید دسره ورته یوسم اومعین تعریف ولټول سی او دتاریخی تجربو جمعه بندی یی باید وسی ځکه چی اوس هم نه یو توانیدلی چی خپل ځانونه دتولیاتر ایډیالوجیانو لکه کاپیتالیتر،امپریالیزم، سوسیالیزم، کمونیزم اوداسی نورو دنفوذ او اثر څخه په مستقل اوپوره ډول راووزو


.


ډیر دملی ګرای حرکتونو ددنیا په ختیځ او لویدیځ کی دښه نیتونو دلرلو سره ظهور کړیدۍ.اما متأسفانه چی ددوی ددی قویترو، وطنپرستو اوملت دوستو نظریاتو سره سره بیاهم هم دوی خلګو ته منحرف اوګمراه ور وپیژندل سول او خلګ ځنی منفور کړای سول



وطنپرستی او ملتپرستی که په سالم اوفرهنګی شکل وی هیڅ عیب نلری ځکه چی ددواړو په اړه مثبته روحیه دملت فایده ده، مګر ملتګرای په افراطی او نژادی شکل بیا یو خطرناکه او دکنتروله ژر وتونکی فاجعه ده لکه
فاشیزم، ناسیسزم او صهونیزم چی دایو ملی، افراطی اونژاد پرسته حرکتونه ول او دادی. چی ترنن ورځی پوری موږتاسی دنړي پرمخ ټول هغه مشکلات اوتکلیفات چی دوی رامنځته کړیدي په ژوندی توګه ننداره کوو، اوټوله نړي یی دغم پرټغر سره راټوله کړیده چی وجه یی یوزای خپل ځان غوښتنه ،جاه طلبی او تفوق طلبی ده


.

نو پدی خاطر چی صبا دعینی مشکلاتو سره په خپل کور او وطن  کی لاس اوګریوان نه یو، نو موږ باید خپلو ځوانانو اوماشومانوته د وطن دوستۍ او ملتګرای دنظریی په تشویق او ترغیب کی یوه ټکی ته زیات متوجه یو؛ هغه داسی چی دا ترغیب مو باید دافراطی ملتګرایی، نژاد پرستۍ او د قومی تفوق  اوجاه طلبۍ لوری ته نه وی مایل،بلکی نوی نسل ترغیب اوتشویق کړل سی چی ملت دوستی دټولو خواو سالمو اوفرهنګی ارزښتونو اوشهامتونو ته احترام او په ښو قایلیدل دی




نودیته ویل کیږی دوطنپرستۍ او ملتګرایی فلسفه په ننۍ نړۍ کی.


ستاسو دښو نظریاتو اوخوښونو څخه یوه نړۍ مننه.



 









About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160