:رسنۍ اودهغوی دندی

Posted on at


 


رسنۍ دټولنیزوارتباطاتوهغه وسیلی دي چی دجامعی دمختلفوقشرونو ترمنځ اړیکی ټینګوي


یارسنۍ عبارت دهغه وسیلو څخه دي چی دجامعی دعام اوخاص خلکو ترمنځ اړیکی ټینګوی په بل عبارت رسنۍ یوه تفریحی وسیله ده چی دټولنی ټول قشرونه پرمختګ ته نژدی کوی



درسنیو دندی:


رسنۍ په یوی ټولنی کی ډیری دندی ترسره کوی چی له هغی څخه کولای شویوڅویی دبیلګی په ډول راوړو


۱-ډلییزو معلوماتو وړاندی کول: رسنۍ هغه وسیله ده چی خلک په ډلییز ډول دپیښو څخه خبروی یعنی رسنی کولای شی په یوه وخت کی په زرها او حتی په میلونونو خلکوته معلومات ورورسوي


۲-ډلییزه زده کړه :رسنۍ دډلییزی زده کړی ترټولوښه وسیله ده چی کولای شی په عام ډول خلکو ته زده کړه ورکړی اوټول هغه کسان چی درسنیو مخاطب وي له دغی زده کړی څخه برخمن شی


۳- رسنۍ دتفریح اوسرګرمی ترټولو ښه وسیله ده :رسنۍ کولای شی چی خلک وخندوی او دهغوی په شونډو موسکا خوره کړی خوداخندول یوازی خندول ندی بلکی یو پیغام هم لري یعنی رسنۍ باید دنورو بخشونو تر څنګ کمیډي بخش هم ولری ترڅو وکولای شي چی دټولنی ستونزی په ښه ډول سره وڅیړی او خلک تری باخبرکړی


۴-مشوره ورکول: داسی رسنۍ هم موجوددي چی دمختلفو وسیلو پواسطه خلک له هغوی سره اړیکی ټینګوی اوله هغوی څخه مختلف ډول مشوری غواړی چی داکار بی له دی چی دمخاطب وخت اوپیسی مصرف شی صورت نیسي دادرسنیوترټولوپه زړه پوری دنده ده


۵-ډلییز تشویق او لارښودنه کول: همدارسنۍ دي چی دخلکو په ژبی ،کلتور ،فرهنګ اوعاداتو کی بدلون راولي ولی باید متوجه واوسو چی په اسلامی ټولنوکی داتشویق او بدلون  داسلام دمبارک دین په مطابق واوسي همدارنګه بایددهیواد داساسی قانون او درسنیو قانون دموادو سره په ټکرکی نه وي


هارولد لاسول په عقیده رسنۍ دری عمده دندی لري


۱-په محیط باندی نظارت کول :چی دادرسنیو خبری بخش دی


۲-ټولنیز پیوستون:چی تفسیری اولارښودی نقش لری


۳- دفرهنګی میراث انتقال:چی په دی بخش کی رسنۍ تعلیمی نقش لري


رسنۍ دیوی ټولنی دفرهنګ په پرمختګ کی مهم نقش لری چی په ننني عصر کی دهری ټولنی دپرمختګ دمحرکی قوی حیثیت لري اوکولای شي چی دمشترک کارکولو ،فکرکولو فرهنګ ،نظم اوحساب ګیری فرهنګ اوداسی نورپه ټولنه کی رواج کړي


ډیرپوهان پدی اند دي چی دیوی ټولنی پرمختګ اوعصری کیدل په رسنیوپوری تړلی دي اوبی درسنیوڅخه غیرممکن دی ځکه رسنۍ دي چی خلکوته فکرورکوي البته دا په هغه صورت کی ممکنه ده چی درسنیوڅخه په رښتینی اودقت ډول سره استفاده وشي خوکه چیری رسنۍ په غیر اګاهانه ډول سره استفاده وشي اوونشی کولای چی په صحیح ډول سره په ټولنه کی شته ستونزی درک کړي نوپدی حالت کی په ټولنه باندی به یی تاثیرات منفی وي اوددی پرځای چی خپل فرهنګ نوروته صادر کړي پردی فرهنګونه به خپلی ټولنی ته راواردکړي


په عمومي توګه ویلای شوکه چیری رسنۍ خپل فرهنګ په ټولنه کی تبلیغ نکړی نوپه حتمی ډول دپردیو افکارواوفرهنګ به دهغه ځای ناستی شي نوضروری ده چی ډلییزی رسنۍ خپل فرهنګ په ښه ډول سره وپیژني اوخلکوته یی تبلیغ کړي


عبدالرحمن الکوزی دژورنالیزم پوهنځی


‌‌‌‌



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160