يوی ښځی او ميړه د ډوډۍ خوړلو لپاره د دسترخوان مخې ته ناست وه،چې دروازه وټكيدل او يو ملنګ د خيرات غوښتلو لپاره په دروازه كې ولاړ و.
دښځی خاوتذ چی ددروازی خواته ورغلۍ، چې ويې كتل سوالګیر دى نو په بدو ردو اوسپورو ويلو يې پيل كړ،او سوالګریی ناامیده له دره وشړۍ.
ددې پيښې ډير وخت تير شو اوپه تدریجی ډول دغه شتمن سړى بيوزلۍ وځاپه اوناداره سو، او آن تردی چی مجبور شو چې له نادارۍ یی خپله ميرمنه خوشې كړي.
ژوند وو تیریدیدی او چارې پر مخ روانې وې، یادی ميرمنې له يوه بل چا سره واده وكړ. يوه ورځ بيا هم له خپل نوي ميړه سره د دسترخوان مخی ته ناسته وه چې دروازه وټكيدل او يو فقیر وو خيرات یی غوښتۍ.
ميړه يې ټول هغه خواړه چې د ځان او خپلې ميرمنې د خوړولو لپاره یی امده او چمتو شوي وو راټول کړل ، او خپلې ميرمنې ته يې وويل چې دا ټول خواړه هغه سوالګیر ته وركړه.ميرمنې هماغسې چې ميړه يې ورته ويلي وو، وكړل خو په داسې حال ګې چې له سترګو يې اوښكې بهیدی ، د ميړه طرفته ورغله. او ميړه يې د ژړا سبب ځنی وپوښتۍ، ميرمنې ځواب وركړ،
هغه كس چې خيرات يې غوښت زما مخكنى ميړه و او له يوه فقیر سره د هغه د ناوړه چلند ټوله قیصه يې ورته وكړه.
د هغې نوي ميړه په جواب کی ورته وویل چی په رب لوړه کوم چې زه هماغه فقیر يم.