په مصرکی چی کله هم یو جوړه یعنی نراوښځه په خپل منځ کی د واده کولو تصمیم نیسی نومخکی تردی چی پرواده کولو سره سلا سی باید دوی خپل ترمنځ په ځلونو ځلونو ناسته پاسته اومجلسونه کړی وی ترڅو دواړه دیوه اوبل دژوند کولو په اړه دهراړخه پوه.اوپه راروان ګډ ژوندکی دځانولپاره کومه ستونزه ونه وینی، اوهغه څه چی ددوی دواړو ترمنځ په بیل اوجلا ډول دی، ورباندی موافق وی. او هغه څه چی پرسریی لاهم اختلافات لری جزی او ډیرکم وی اونه هم ددوی پرګډ ژوند دومره اثرکولایسی چی ددوی ترمنځ دجوړی سوی رابطی دماتیدو سبب دی وګرځی
او ددوی په دی ارتباطاتو لرلو سره دښځی مور اوپلار ډیرخوښ وی ځکه چی وای لور یی دژوند لپاره دیوه ښه ملګری په لټه کی ده اوکیدایسی داښه ملګری یی همداښاغلی وی
نوکله چی نوموړی پرخپل منځی ګډ ژوند تیرولوسره باوری اوډاډه سول، نوبیادښځینه لخوا ورڅخه غوښتنه کول کیږی څو یوڅوک ورولیږی چی ددی اغلی درشتی غوښتنه یی دمور اوپلارڅخه وکړی،کله چی هم څوک ورځی دشرعی مهر په ایښودلوسره، چی ډیراندک شی وی حتی چی په یادولو نه ارزی هغه مهر کښیږدی، اوبیا د زوم لپاره شرط دا ایښودل کیږی چی باید لږترلږه خپل ځانته داوسیدو ځای ولری چی ورته شقه یاهم پلاټ ویل کیږی، چی دوی زموږتاسی په څیر ندی، بلکی دواده کولو وروسته سره جلا کیږی کله چی کوزده یاخطبه وسول نوبیادزوم له طرفه دخپل قدرت مطابق ؛سره زر؛ ورته رانیول کیږی،اوښځی ته ورکول کیږی اونور دښځی دکورسامان ټول دښځی پرپلارګنۍ دی اوپس لدی واده کیږی چی دواده دمراسمو په اړه می یی تیرځل مفصله لیکنه کړیده
دوهمه خبره دطلاق ده
طلاق په مصرکی دومره عادی دی لکه په موږتاسی کی کوژدن او واده کول،حتی داسی هم په زرګونو پیښی کیږی چی دواده کولو مخکی اوکوزده کولو وروسته یودبله سره ناخوښه سی، نومستقیما طلاق اخلی،اوس که یی چیری دواده وروسته اړیکی سره خرابی سوی نوبیادطلاق شرایط په لاندی ډول
دی
که چیری طلاق دنارینه دخوا ورکول کیدی اوښځینه په طلاق نه وه راضی نوباید داوسیدولو لپاره ورسره ځایی هم ورکړی.دوهم که چیری طلاق دښځینه له خوا وو اونارینه نه وو په راضی نوبیاښځه دهیڅ شی داخیستلوحق نلری چی دځان سره یی یوسی، ماسیوا له هغه څه څخه چی دخپل پلاردکوره یی دځان سره راوړی وی .که چیری دواړه په طلاق سره راضی وه نوطلاق یی د تفاهم پراساس کیږی چی دواړه سره په خوشحاله وی
نوټ: ددوی ترمنځ په ورپیښ مشکل کی دیوه طرف غړی هم ددخالت کولو حق نلری ترڅو دوی یی خپله غوښتنه نه وی کړی
دوستانو
دلیکنی دلوستولو وروسته یی اول لایک کړی اوبیاکښته لاړسی خپل نظرونه مودموضوع په اړه ولیکۍ
مننه.