راځئ د نیوکی پرځای طرحه وړاندې کړو!

Posted on at


 


په دې ټول پوهېږو، چې په ټوله نړۍ کې قانون د ټولنیزو چارو د برابروالي لپاره یو اصل دئ ،او قانون دئ،چې د انسانانو کړنوته قانوني بڼه ورکوي اود خلکو د حقونو د خوندي ساتلو یواځینۍ منبع بلل کېږي.


د بیان آزادي هم یوه له هغه حقونو څخه ده،چې حدود یې د قانون په واسطه ټاکل کېږي.


داچې اوس مهال له دغه حق نه څومره خلک برخمن دي؟


آیا خلک له دغه حق نه ګټوره استفاده کولئ شي؟


داهغه پوښتنې دي، چې ځواب یې لس کاله مخکې د بیان د آزادۍ نه شتون ته په کتنه په روښانه ډول موندل کېږي،ځکه له دې حق نه خلک په پراخه کچه بې برخې پاتې ول.


د طالبانو د رژیم له ړنگېدو نه وروسته خوشبختانه د بیان آزادي منځ ته راغله او خلک له دې نعمت نه برخمن شول ،خوله دې حق نه یو شمېرقانوني گټه اخلي ،خپلې غوښتنې د دولتي چارواکوغوږونو ته رسوي ،او د قانون په رڼا کې له دغه حق نه دروانو ناخوالو پروړاندې مبارزه کوي.


اما دیو شمېر نورو لپاره دقانون ماتونې یوه تر ترټولو غوره لاره بلل کېږي،دوی چې هر څه غواړي ویل یې ورته ډېر گران نه ديځکه د تېښتې یوه دروازه ددوی پر مخ پرانیستې ده ،چې د"بیان آزادي "نومېږي .


همدارنگه له دوی نه دا هم هېر دي،چې په رښتیا هم دبیان آزادي ددوی حق دئ ولې دقانون سره سم باید له دې حق نه استفاده وشي.


نن که موږ اوتاسې په افغانستان کې یوشمېر رسنیو ته وگورو، ددې پرځای چې مسلکي کسان مرکو ته راولي ،داسې کسان دمرکو لپاره راولي،چېهغه دچا په وینا (ټول کمال) یې بولي.



په خاص ډول په سیاسي خپرونو کې یو شمېر کارپوهان د ملي وحدت دتأمین،دموجود نظام دپایښت،دملي فکرونو دساتلو،په خلکو کې دوطن دوستۍ د روحیې د ژوندي ساتلو ،دسولې لپاره دهڅو دستایلو اودتعصب اوجهل دلمنځه وړلو لپاره د گټورو طرحو دوړاندې کولو پر ځای په هرچا ،هرڅه او هر عمل نیوکې کوي.


پایلې یې دا دي چې د افغانستان خلک ، کوم چې په تېره دېرش کلنه جگړه کی د ډول ډول ناخوالو لکه ځان و‌‌‌ژنو، ځان سوځونې ،مهاجرت ،تېښتو ...شاهدان پاتې شوې، ددی پرځای چې د ملي یوالې روحیه په ځانونو کې ژوندۍ وساتي اود یو سالم نظام د رامنځ ته کولو لپاره هڅه وکړي ،داسی اندېښنې لري چې نور به دې هېواد ته خوشبختي، یووالی او آرامي هیڅ ډول رانه شي،پس بې طرحو نیوکې د خلکو فکرونه له مثبت لور نه منفي لور ته بیایي او په ټولنه کې بې نظمي خپروي.


اما آیا دا به د دې وطن اود دې وطن د دېرش کلن ،جنگ ځپلیوبچیانوپه گټه نه وای دا چې دا کوم وخت دوی دنیوکو په موندلو،تحلیلولو مصرفوي، دموجودو ستونزو دحل لپاره دمناسبو طرحو په جوړولو او درسنیو اویا هرې بلې لارې، دولت ته په وړاندې کولو مصرف کړی وای ،کېدای شوای ددوی طرحو موجودو ستونزو ته دپای ټکی کېښودلی وای.



ځکه دا وطن يوازې د هغو کسانو ، چې د دولت لپاره کار کوي کور نه دئ اونه يوازې هغوی مکلفیت لري چې ددې نظام دپایښت ،د صلحی او عدالت دتأمین اود دې خاورې دساتلو نه دفاع وکړي، بلکه دا د هر افغان که هغه ولسمشر وي که پولیس که دسیاسي چارو کارپوه او که بزګر وي دنده ده، ترڅو دیو آباد ، پرمختللي اوهوسا افغانستان لپاره هر اړخیزه مبارزه وکړي.



زما په نظر پر موږ دننۍ تحمیل شوې جګړې،بحراني حالت او د یوې داسې ورځ تربلې ورځې د خطرناکې لوبې نه چې هره ورځ پکې موږ ، زموږ وروڼه او زموږ پلرونه...، قرباني کېږي، د وتلو یواځینۍ ترټولوغوره لاره داده ،چې ټول افغانان سره یو موټی اویو بدن شو،د ملي وحدت لپاره قرباني ورکړو اوناداني له منځه یوسو او د هر ډول ستونزو د لمنځه وړلو لپاره دولت ته گتورې طرحې وړاندې کړو.


 


ليکونکی: حمیدالله حمیدی


 


 



About the author

hamidullahhamidi

My name is Hamidullah hamidi, I am studying journalism Faculty at Kabul University and working as a Writer at Filmannex, I love Afghanistan and its citizens, I like Afghannistan National football team .

Subscribe 0
160