جرګه دافغانانویوملي دود اوستونزوته دي پای ټکی کیښودل:

Posted on at


جرګه له پخوا یواسلامي اوافغاني دود دی چې دقرانکریم لارښوونو سره سم په افغانستان کې اویا په افغانی ټولنه کې منل شوی دۍ چې قرانکریم هم پدې اړه مسلمانانوته لارښونه کوي او وایی (وامرهم شوری بینهم)


دقرانکریم پورتني آیت مسلمانان په خپله ملي یووالي،اتحاد، اوګډ ژوند کولوته رابولي چې تاسې په خپلو منځوکې سره مشوره وکړي دستونزو اومشکلاتو لپاره یوښه لاره غوره کړي نومشوره کول په خلکو کې یووالي ،اتحاد، اواتفاق رامنځته کوي چې پدي سره یی یوبل ته زړونه راسره نیږدي کیږي اوکولاي شي چې ددي لاري رامنځته شويو ستونزوته یوسم ځواب ووایی او ویلي  یی هم دي چې داکارپه خپله ملي یوالي اوسولي ته لار هواروي.همدا جرګې وې چې دتاریخ په اوږدوکې یې دافغاناوهرډول ستونزې حل کړې دي داستونزې که قومي،سیاسي ،ملي ، اویا که سیمیزي وې


.


خوافغانستان دآریایانو له وخته تراوسه پوري دجرګوټاټوبی دی ځکه خو جرګه دافغاني ټولني یو ځانګړی ارزښت دی اوزموږ دملي ارزښتونوپه سرکې ده نوځکه ټولو ته دی منلو وړه ده اومشوری یې هم اعتبارلرې او دهمدوجرګو دلاري یې داسې سختواوستونزمنوپوښتنوته یې ځوابونه پیداکړی چې حکومت یې هم په پیداکولو کې پاتې راغلي دي.خویوه ورځ مې له خپل پلارجان ( حاجی سلامت خان منګل) اویوتن بل قومی مشر(محمدقاسم لجوال) چې پدی شان ډیروجرګوکې یی ګډون کړی اودخلکو ستونزواومشکلاتوته يې مثبت ځوابونه پیداکړی ادهغوي ستونزوته یې داسې حل لاري چاري لټولي چې دواړولورویې پري قناعت کړي .ناست وم په همدیپه اړه می ورسره خبری کولي چې دجرګو په اړه یې راته داسې وویل.


 


(جرګې دافغانانو یو ملی دود دی اوپه افغانستان کې خواره مهم ارزښت لری نودا وجه ده چی ډیري افغانان خپلی ستونزې دجرګو دی لاري حلوي او که چیری دافغانستان پخوانی تاریخ ته ځیر شو داسې هم پیښ شوی دی چې حکومت هم په ځینی ستونزو حلولوکې پاتې راغلي او دهغي دحلولو لپاره یې جرګې ته مخه کړي چې ورته ځواب پیدا کړي خوجرګه اوسمهال په ټول افغانستان کې رواج موندلي په ځانګرئ ډول په لویه پکتیا کې لکه څرنګه چې نوموړئ ولایت په مرکو اوجرګو په نوم یې خلک پیژني  په همدي شان ددي ولایت ولسونه هم خپلي ستونزي دجرګو دلاری حلوی .دبلګی په توګه : که چیري ددوو نفرو،ددو قومونو،اویا دي دوو کلیو ترمنځ کومه ستونزه را ولاړیږي نودوي دخپلی ستونزو د حل لپاره جرګه راغواړي اوخپلي ستونزې ورته وړاندې کوی اود جرګې غړي یې په غورسره اوري اوورسته جرګې غړي  پری غورکوی او یوه داسی فیصله ورته وړاندی کوی چې دواړو لوروته دمنلو وړوې. )


 لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل 


...نور هم ادامه لری



About the author

160