ګرچی ډیر دردیدلی یم حتی دخبروکولوتوان نه لرم اما څه وکړم بیامی هم په خپلواولادونو زړه خوږیږی زه هغه بی نومه ځمکه یم چی دیوه احمدشاه نه وروسته می نور نوم پیدانکړ په ماکی چی کوم انسانان اوسیږي لاتراوسه نوم نه لري دوی خبری ښی اوپخی خبری کوي خو په عمل کی بیا دیوه ماشی څخه هم ضعیفه دي دوی په خوله یوڅه وایی اما کړه وړه یی برعکس دي ددوی دغیرت ،توری،میړانی قیصی ترډیروځایورسیدلی خوددوی دوروسته والي بی اتفاقی اوتنبلیوننداره ټوله دنیاکوی ددوی دلاسه می دنړۍ په ټولو هیوادونو کی په فساد اورشوت کی لومړی مقام ترلاسه کړ هغه عمل چی خدای ج یی په اخیستونکی ورکوونکی اوددوی ترمنځ شاهد باندی لعنت ویلی دی زه اوس دهغه رنځورپه څیریم چی دهغه دروغیدو هیله نه وي اوهرډاکټرغواړي چی په هغه باندی خپلی تجربی وکړي زمابچیان لا اوس هم یوبل خپل ورور نه ګڼي دوی لااوس هم دیوه اوبل ژبه پری کول غواړي دوی اوس هم دیوه اوبل په خبروخاندي اما دیوه بیګانه خبری ورته مقدسه ښکاري سره ددی چی دیوه چت لاندی ژوندکوي خولاتراوسه یی یو اوبل نه دي پیژندلي ددوی څخه می مخکني اولادونه ښه وه هغوی بیسواده وه خوهیڅکله یی دومره ونه ژړه ولم هغه بچیانو می ډیرقدرکاوه خو دااوسني بچیان می سره ددی چی دانټرنټ او کمپیوټر زمانی کی ژوندکوي خو بیا هم یی یو اوبل نه دي پیژندلي
زه چی یووخت کی دمیرویس خان ،احمدشاه ،ابن سینا،سیدجمال الدین په نوم په نړي کی پیژندل کیدم مسلمانوزما په بچیانوپه اروپا کی فخرکاوه عربانوزما بچی ته په مصرکی دادب سرونه ټیټ کړل غلیمانو زمابچیانوته په اصفهان کی تاج په سرکړ دی نورو راته په ډهلی کی تخت جوړ کړخونن دنړیوالو په منځ کی دتروریزم ،فساد او جکړی دځالی په نو یادیږم نور لا پریږده چی زما خپل بچی هم زما په نوم باندی شرمیږي اودافغانیت له کلمی څخه انکار کوي.
ګاونډیان هم زما ددغه حالت ته په کتوسره زماسره دګاونډي په څیرسلوک نه کوي سره ددی چی داسلام اوورورولۍ دعوی کوی بلکی زما په زخمونو مالګی تویوي اوزما زامن دیوه اوبل په ضد پاروي دداروپرځای راته باروت اومرمۍ رالیږي دډاکټر پرځای راته ځان وژونکي اوخلک وژونکي رالیږي دکتاب اوقلم پرځای می بچیانوته ټوپکونه په لاس کی ورکويدجنګ پیل هم راڅخه هیرشوی دي چی کوم وخت څخه شروع دی خودا یوه خبرمی په یاددی چی همیش دواړی خواوی ځان ته برحقه وایی خولا تراوسه معلوم نه شو چی څوک په حق اوڅوک ناحق دي هغه چی ځانونه یی زمااصلي بچیان ګڼل زمادپرمختګ دعوی کولی ځانونوته یی دملت خادمان ګڼل زماسره اوزما دبچیانوسره هغه څه وکړل چی تاریخ به یی هیڅ وخت له یاده ونه کښي همدغوزما دبدبختي اورته پکی وواهه هغه اورچی مړکول یی له تصورڅخه لری ده خوددوی پسی هم زماځینی خواخوږي راپورته شول لږامیدمی پیداشوی وه چی ځه ښه ده که خدای کول بیا به له سره راټول شم اما خبر نه وم چی هغوی هم دبل سیوري لاندی دي هغه څه یی وکړل چی خپل زحمت ټول خاوری کړدوینوویالی یی وبهولی دسزاګانونوی ډولونه یی ښکاره کړل دمړي ګډا، په سرونو کی میخ ټکوهل، چورچپاول ،پاټکونه،بی عفتی......خوددوی ټغر هم ټول شو دسولی پرښتی راغلی پخوانۍ بی عدالتۍ له منځه ولاړي دڅه وخت په تیریدوسره دوی هم دخپلوپخوانیو ورونولار ونیوله ددی پرځای چی له تیرودعبرت واخلی بلکی له هغوی څخه لادمخه شول پردی جنګ یی یوځل بیا ماته راوړ دوی لاړخوجنګ لا پاتی دی اونه پوهیږم چی څومره لا نوربه داجنګ دوام وکړي دی جنګونوراڅخه خپل نوم هیرکړی نوتاسوووایی چی زه څوک یم؟ لیکوال :عبدالرحمن الکوزی