جرګه دافغانانویوملي دود اوستونزوته دي پای ټکی کیښودل: دمقالی پاتی برخه

Posted on at


د مقالی پاتی برخه 


خو که چېري دسیمیزی جرګو ترڅنګ دافغانستان تاریخ ته ځیر شو داسی رامعلومیږی چی دمیرویس نیکه له وخته(۱۰۸۸هجري لمریز) تر دې مهاله (۱۳۸۹هجري لمریز)پوري څه دپاسه(۱۶) لویې جرګې دهیواد په کچه دستونزو دحل لپاره  راغوښتل شوي دي چې دا هغه جرګې دی زموږ دګران هیواد دتاریخ پاڼې یې رنګینې کړې دي او افغانان پري ویاړي چې همدغه جرګې د(حکومت داطلاعاتواورسنیو مرکز خبرنامه ،شماره.۱۸ـسرطان،سنبله۱۳۹۰)کې په لاندېډول ورته اشاره کوي.


 


۱:دميرویس نیکه لویه جرګه چې په(۱۰۸۸هجري لمریز )کې دګرګین دواکمنې ته دپای ټکی کېښودو په اړه راوغوښتل شوه چې یوه ورځ یې دوام وکړ.


۲:دکنداهارلویه جرګه په(۱۱۲۶هجري لمریز) د نادرافشار تروژنې وروسته دملک دپا چا دټاکلو په خاطر جوړه شوه چې ۹ ورځې یې داوم وکړچې په پایله کې یې احمدشاه ابدالي دهیواد پاچا په توګه وټاکل شو.


۳:په کابل کې داميرشیر علی خان ترمشري لاندي لویه جرګه(۱۲۴۴هجري لمریز) دغه جرګه په هېوادکې دسولې او امنیت راوستلو په خاطر جوړه شوې وه چې په دي جرګه (۲۰۰۰) دوه زرو قومي مشرانو ګډون کړي وه.



۴: داميرحبیب الله خان په دوره کې د کابل کې دویمه لویه جرګه (۱۲۹۳هجري لمریز) دغه جرګه پاچا ته دلومړي نړیوالي جګړه کې دګډون اونه ګډون کولو مشورې په خاطر راغوښتل شوې وه چې دهیواد(۵۴۰)تنو قومي مشرانو پکې ګډون کړي وه چې په پایله دغې جرګې وکولاي شول چې افغانستان له ستر ګواښ څخه وژغوري .


۵:دجلااباد لویه جرګه(۱۳۰۱هجري لمریز) دغه جرګه دآمير حبیب الله خان دپاچاهي په دوره کې دټولیزواصلاحاتو په موخه راوغوښتل شوه چې دلومړي دافغانستان ددولت داساسي نظامنامې په اړه بحث وشوچې دهغې دورې داساسي قانون حثیت یې درلود او دګډون کوونکوشمیر یې (۸۷۲)تنوته رسیده .


۶:دپغمان لویه جرګه(۱۳۰۳هجری لمریز)دجلاآباد له لويې جرګې ورسته دپغمان لویه جرګه جوړه شوه چې حقیقت کې دغه تصمیم دجلا آباد دلوې جرګې دتصمیمونو بشپړیدو لپاره ونیول شو ، په دې جرګه کې دهیواد (۱۰۵۴)تنو مشرانو علماوو ،سیاسي اوعلمي شخصیتونو ګډونو کړي وو، داقتصادي په اصلاحاتو بحث وشو او په پاي کې د دولت داساسي نظامنامې په باب ، چې (۱۳۰۱) په کال کې دجلاآباد دلوې جرګې له خوا تر بحث نیول شوې وه ، ورستۍ پریکړه وشوه او د امان الله خان له خوا توشیح شوه.



۷:دپغمان دویمه لویه جرګه (۱۳۰۷هجري لمریز)دغه جرګه چې دغړو شمیر یې (۱۱۰۰)تنو ته رسیده ،داصلاحاتو ضد عناصرو دتریخ غبرګون له امله ددولت داساسي نظامنامې دتعدیل په غرض جوړه شوه او په پایله کې د دولت شورا ، چې (۱۵۰)تنه غړي لرل په ملي شورا واړول شوه او په همدې توګه تشریفاتي القابلغوه او دعسکرۍ دوره درې کاله ومنل شوه


.....نور هم دوام لری .



About the author

160