۲جرګه دافغانانویوملي دود اوستونزوته دي پای ټکی کیښودل: دمقالی پاتی برخه

Posted on at


دمقالی پاتی برخه


۸:دکابل لویه جرګه (۱۳۰۹هجري لمریز )دغه جرګه داعلیحضرت محمد نادر خان په دوره کې جوړه شوه اوغړو شمیریې (۳۰۱)تنو ته رسیده .  په دې جرګه کېدملي شورا د ټاکنو لایحه ،دو کیلانو شمېر او دکار څرنګوالی ،دبیرغ رنګ اویولړ نور مسایل تر بحث لاندې ونیول شول ،چې دجرګې غړي په نوموړو مواردو کې له خبرو اترو وروسته موافقې ته ورسېدل .


۹:دکابل لویه جرګه (۱۳۲۰هجري لمریز ) ددویمې نړیوالې جګړې پر مهال دوه ورځنۍ جرګه د دی جګړې په اړه دافغانستان دولت د دریځ په باب جوړه شوه. له خبرو اوبحث وروسته ،افغانستان دجګړې په هکله د ناپېیلتوب دریځ غوره کړ.


۱۰:دکابل لویه جرګه(۱۳۳۴هجري لمریز) زوموږ دوه ګاونډی هیوادونه(ایران ،او پاکستان)د سنټو اوسیټو په پوځي تړونونو کې شامل شول ، په سیمه کې د ځواکونو دانډول د بدلون له امله افغانستان د ګواښ احساس وکړ ، له همدې امله لویه جرګه راوبلل شوه او دهیواد د دفاع دڅرنګوالي په موضوع یې خبرې وکړې او په دې اړهیې تصمیمونه ونيول


.


۱۱:دکابل لویه جرګه (۱۳۴۳هجري لمریز)په دې جرګه کې چې (۴۵۲)تنه غړي لرل دډیموکراسې په پیل کې دسلام خانې په ماڼۍ کې جوړه شوه ،له لس ورځنیو تودوخبرو اوبحثونو وروسته یې د۱۳۴۳ کال اساسي قانون تصویب کړ.دغې لویې جرګې په حقیقت کې زموږ دهېواد په سیاسي تاریخ کې نوی باب پرانیست .درې ګونې قواوې یو له بله جلا شوې دسیاسي ګوندونو فعالیت او درسنیو دآزادۍ او ډیموکراسۍ دنښو راڅرګندېدل د دې جرګې له لاسته راوړنو شمېرل کیږي.


۱۲:دکابل لویه جرګه (۱۳۵۵هجري لمریز) دمحمد داودخان په مشرۍ دلومړني جمهوري نظام په رامنځته کېدو سره په کابل کې يوه بله لویه جرګه راوبلل شوه .دغه جرګه دجمهوري اساسي قانون دتصويب او دجمهور ریس د ټاکلو په مقصد دعامې روغتیا وزارت په مقر کې جوړشو .البته دغوایی داوومې نیټې له کودتا وروسته هم په ۱۳۶۴ـ۱۳۶۶ـاو۱۳۶۸ کلونو کې داساسي قانون دتصویبولو او دنورو موضوعګانو په اړه لویې جرګې جوړې شوې او دمجاهدینو دحکومت په دوره کې په ۱۳۷۲ کال په کابل کې داهل حل وعقد دشورا په نامه لویه جرګه او دغه راز دطالبانو په دوره کې په کندهارکې دهېواد دعالمانو لویه شورا جوړه شوه


.


۱۳:بېړنۍ لویه جرګه کابل(۱۳۸۱هجري لمریز) دطالبانو له واکمنۍ وروسته دافغانستان خلک د مهمو جرګو شاهدان دي.بېړنۍ لویه جرګه چې دبن هوکړه لیک پر بنسټ ،دڅه له پاسه (۱۶۰۰)تنو غړو په لرلو سره دکابل دکابل پولتخنیک دلویې جرګې په خېمه کې جوړه شوه ،دانتقالي ادارې د ریس په توګه دښاغلي کرزي ټاکنه او دافغانستان دنوي نظام اساسي جوړښت تصویب شو،چې ددی هېواد په اساي ژوند کې یې یو بنسټیز او ستربدلون رامنځته کړ.


۱۴:داساسي قانون دتصویب لویه جرجرګه کابل(۱۳۸۲ هجري لمریز) دغې جرګې چې ګډون کوونکو شمير یې (۵۰۰)تنو ته رسیده چې دافغانستان داسلاميجمهوریت نوي اساسي قانون یې تصویب کړ


لیکوال او ژورنالیست  


عبدالرحمن منګل.



About the author

160