دروزګان خراب تعلیمی وضعیت اودچارواکو نه پاملرنه

Posted on at


دروزګان ولایت چی دافغانستان په جنوب کی پروت دی ددی ترڅنګ چی په تیرو دیارلسوکلوکی دبل هرولایت په خلاف نه یوازی پکښی د بیا رغونی کوم معلوم او دعامه خلګو په ګټه کاروسو همداسی یی دتعلیمی پروژو اومکتبونو دنه شتون دغم خوړولو په خاطر ټول قومی مشران،چارواکی او نور نفوذی اومخور کسان چپ پاته دی اوهیڅکله یی ددی ولایت دبچیانو لپاره دتعلیم دوسایلو اوښه استادانو په برابرولوکی کوم مؤثر اقدام  کړی اونه یی هم تکل لری .که چیری دروزګان مرکز ترینکوټ ته متوجه سو نو هلته به موږ په مرکزکی یوازی دوه ښونځی ولرو چی یوښونځی یی تنها ابتدائیه اومتوسطه دی اوپاته بل ښونځی چی د سیدالخان په نامه سره دی تردولسمه پوری صنفونه لری، چی دوه مهاله درس پکښی ویل کیږی سهار اوماپښین مهال اوددی سره سره چی دروزګان ولایت دخلګو دتعلیم سویه دبل هرولایت دخلګو په کچه دومره کښته ده چی اصلا کوم نسبت یی ترمنځ نسی دایریدای اوهم سره ددی چی حتی ددی ولایت مرکز یوازی دوه ښونځی لری چی پدی دوښونځيوکی صرف دسیدالخان په نامه لیسه تردولسمه پوری صنفونه لری


.


         بل داچی داستاذانو سویی یی هم په ډیره  کښته کچه دی. اول خویی یا هغه پخوانی استاذان دی چی دریاضی یاهندسی کتاب ورته تدریسه وی  نوښاغلی استاد کرار پرچوکۍ ورته ناست وی اوشاګردان حتی په نهم،لسم، یولسم اودولسم ټولګیوکی نوبت پرنوبت ولاړه وی اوکتاب دتورو دمخه په وایی،اوپدی ډول ساعت پایته رسوی. خوکه چیری ددرسو په جریان کی څوک استاذ پوښتی چی استاذه پدی کی خو څه ناڅه عملی سته دابه څنګه حل کړو نوته باید څه همکاری راسره وکړی،استاذ په ډیرۍ بی پروایی سره ورته وایی چی بچیانو دادیرش کاله مو داکتاب ندی راخیستی نواوس به موکله داعملیی په ذهن کی پاته وی. اوپدی خاطر چی استاذ ضعیفه اولویدلۍ وی شاګردان یی هم نورنه په عذابه وی اویاخویی که نوی اوانرژیتیک ځوانان داستاذی لپاره مقررکړی وی هغه هم داسی کسان نه وی چی دوی یالاسی دنورو ځایو څخه داستاذی کولو لپاره راوستل سوی اویاهم ځای تکړه اومجربه استاذان وی بلکی دوی خپله هم لادښونځی شاګردان وی خو داچی یا دمعلم یادسرمعلم اویامدیرزوی وی بعضی وختونه یی ورته معین کړی وی چی په هغوکی دخپل صنفه راوزی اوترخپل صنف تریوی درجی په کښته والی په شمول نور ټولو صنفوته ددرس ورکولو حق لری اویاخو یی دسهارمهال شاګردان دماپښین په وخت کی استاذان کړی وی اویایی هم دماپشین مهال شاګردان دسهار په وخت کی استاذان کړی لنډه داچی داستاذانو هیڅ وخت هیڅ کمبودی نه وی او استاذی په سیدال اومتوسطه ښونځيوکی مورثی بڼه لری چی ترنیکه اولمسي پوری ټول پکښی مقرر وی ولوکه ددوهم صنف شاګردان هم وی. خوکاشکی بیاهمدغو شاګردانو چی په نورو وختونوکی استاذان وی دومره وړتیا لرلایی چی دوی خپل داستاذی مسئولیت په سهی معنی سره پایته رسولای سوای . امابدبختانه چی دوی داول څخه تردولسمه پوری که چیری دپلار اوبل استاذ څوانی نه وی، نو کامیابی به یی مشروطه اویاهم په نتیجه کی ناکامه وی. اول خو مشکل دادئ  چی دچارواکو دبی غوریو اوبی پروائیو دلاسه دولایت دمرکز په سطحه تردوه زیات ښونځی نلرو اوکله چی مو دادوه ولرل په دی کی بیادتعلیم کچه او هم په دی حساسه تعلیمی اداره کی دفساد اندازه هومره لوړه ده چی هریوه مقرر چی پرهر پوسټ وی هغه پوسټ یی دځان لپاره موروثی ګرځولۍ دی


.


یو وخت زه اویو بل استاذ چی ټول دمرکزی روزګان زده کونکی او استاذان یی په لیاقت خبردی اوهم خپل دکانکور دامدګئ مرکز یی په مرکزترینکوټ کی جوړکړيدی چی کله زه په ترینکوټ کی وم نوموږدواړو داتعلیمی مرکزپه ګډه پرمخ بیوی اودخلګو لپاره مو خپل خدمت سرته رسوی نودتعلیمی کال دشروع په سرکی په دی نیت مرکزی ښونځی ته ورغلو چی یو، یو مهم اوکلیدی مضمون به افتخاری بیله دتنخواه غوښتنی موږ واخلو څو په هغه مضامینوکی شاګردان اساسی وروزو اودورتګ څخه مخکی پدی فکر وو چی کیدایسی اداره مو ددی ښه نیت په لرلوسره ښه هرکلی وکړی ولی چی هغوی بیله دی چی موږځانونه ورته معرفی کړو دپخوا څخه لاښه پوهیدل اوهم خبروه ځکه چی اکثره شاګردان به په خپلو فارغه وختوکی زموږ کورس ته راتلل چی دلمر دتعلیمی مرکز په نامه سره وو خوکله چی ورغلو اوپردی مسئله ورسره وږغیدو اواکثره استاذان هم په اداره کی ناست وه اودخپل نیت په اړه مودویته توضیحات ورکړه نودوی ددی پرځای چی موږته کومه ښه یانوره هم دتشویق خبره وکړی ټولو په یو خوله راته وویل چی دلته موږ هیڅ ډول استاذان ځکه نه قبلو چی کیدایسی خپل سیاسی فعالیتونه وکړی او زموږ تل هڅه اوکوشش داوی چی شاګردان دسیاست څخه لری وساتو نوکله چی موددوی ترمنځ پردی خبری غوڅ اتفاق ولیدی اوترمابین یی هیڅ کوم مخالف نظر والا پیدانسو نوهغه شکونه موپه باور واوښته چی خلګو به راته ویل چی پدی مکتب کی استاذی مورثی ده.دوستانو اوس خبره داده چی هرمشکل یوحل لری اوکله هم داسی مشکل نسته چی خپل ځانته دی دحل لاری چاری ونلری خوپدی شرط چی څوک یی وغواړی اودولایت په سطحه مهم اولوړ ربته خلګ او همدازنګه  قومی مخور ددی تعلیمه پاته ولایت په اړه یولږ دژوندی ضمیر خاوندان سی



او دوی خلګو کی داویده ضمیر هغه وخت راویښیدایسی چی موږتاسی تعلیم لرونکی یاهم دتعلیم لیواله ځوانان چی هرځای اودهرمسلک لرونکی یو باید دخپل ولایت دښیرازۍ او پرمختګ لپاره دهیڅ یو وسیلی داستعمال څخه منعه ونکړو. اوخپل ټول ؤس که درسنیو له لاری وی که فیسبوک دلاری که بله داسی ممکنه لاره وی  چی هغه ددی سبب کیږی څو دمقاماتو نظر زموږتاسی دولایت ولویدلی تعلیمی حالت ته راواوړی اوموږتاسی ځوانان خصوصا هغه ځوانان چی په مرکزکی موجودیت لری په عملی بڼه اوهغه ځوانان چی دمرکز څخه لیری دی اویاهم په دملکه بهرچیری په زده کړو بوخت دی دبریښنائی رسنیو له لاری لکه فیسبوک. ټویټر.ګوګل اوپاته نوری رسنۍ خپل دولس دبی سیواده بچیانو اودولایت دخراب تعلیمی وضعیت په اړه دکابل ترچارواکو خپل اوازونه پورته کړی. څو هغوی پدی پوه کړل سی چی داخلګ نور دغفلت دخوبه راپاڅیدلی دی او یو ورځ به موضرور ترغاړو رانیسی دخپل حق نه یوازی دتعلیم په ډګرکی بلکی په هرډګرکی محاسبه به راسره کوی.نو دوستانو! کوم څوک چی دالیکنه ولولۍ دروزګان اوددی ځپلی ولس سره دمینی په خاطر یی دنورو ملګرو سره هم شریکه کړۍ اوددی لیکنی په پایی کی چی کوم ستاسو دتبصرو لپاره ځای سته دلیکنی په مورد مو خامخا نظر راسره شریک کړئ مننه


        لیکونکۍ : محمد صادق نصرت



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160