جرګه دافغانانویوملي دود اوستونزوته دي پای ټکی کیښودل: دمقالی پاتی برخه

Posted on at


د مقالی وروستۍ برخه


۱۵:دافغانستان اوپاکستان دامن ګډه جرګه ،کابل (۱۳۸۶هجري لمریز)  د دغې جرګې دغړوشمېر (۶۱۰)تنو ته رسېده.چې موخه یې کابل دسولې مشورتي جرګه دوه اړخیزه اړیکو لازیاته پیاوړتیا ،دهغو عواملو اوشرایطوتحلیل چې ترهګرۍ او وسله والو مخالفتونو په پیاوړتیا کې نقش لري اود ګډو هلو ځلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ دګډې ستراتیژيۍ طرحه وه . د دې جرګې په پای کې اووه فقره ییز پریکړه لیک تصویب شو او د يوې جرګې په جوړولو موافقه وشوه ،څو د امن د ګډې جرګې د پریکړو دتطبيق څارنه وکړي.


۱۶:کابل دسولې مشورتي جرګه (۱۳۸ ۹هجري لمریز) داجرګه دافغانستان دخلکو داستازو دڅورلسو بېلا بېلو کتګوریو د(۱۶۰۰)تنوپه ګډون حوړه شوه .موخه یې دوامدارې سولې ته د رسیدو او له مخالفینو سره دمفاهمې اودهغې د مکانیزم د را منځته کولو کولو او دملي یوالي د ټنګښت په اړه دافغانستان د خلکو داستازو مشوره ،مفاهمه اوموافقه وه


.


په پاي کې باید وویل شي  چې کومه موضوع چې دافغانستان له ملي ګټو ،يوالې اوملي امنیت سره تړلې وي، نو د افغانستان دولت هماغه موضوع چې دافغانستان دې خلکو پورې  لري، لوي جرګې ته وړاندې کوي ترڅو دې لوې جرګې غړې دهېواد ولسمشر ته مشوره ورکړي.


لیکوال اوژورنالیست


عبدالرحمن (منګل)



About the author

160