پارلمانیزم اوریاستي دوه نوع ددولتمداری دي چی په ریاستي سیستم کی مسولیت اوریاست دحکومت دجمهوررئیس په لاس کی وي اوپارلمان دیوی مشخصی دوری لپاره دخلکولپاره دقانون جوړولولپاره انتخابیږي په دی نوع حکومتونوکی پارلمان داحق نلري چی په جمهور رئیس فشارراوړي ترڅواستعفاورکړي پدی ډول حکومتونوکی ددولت رئیس حکومتونه انتخابوي اوپارلمان یی تصویبوي لکه وزیران اونور هغه اشخاص چی هغه چی باید دپارلمان څخه رایه واخلي دجمهوررئیس له خواټاکل کیږي اوپارلمان ته درایی اخیستلولپاره معرفی کیږي اوولسي جرګه دهغوی ته رایه ورکوي که چیری وکولای شي چی دولسي جرګی داعتمادرایه تر لاسه کړي نوخپل کارته ادامه ورکوي اوکه په دی بریالی نه شي نودجمهوررئیس له خوانوی کس ورپیژندل کیږي.همدارنګه بودیجه هم بایددپارلمان دغړوله خواپه تصویب ورسیږي،چی ښه مثال یی افغانستان ،امریکا متحده ایالات ،روسیه اوسوریه دي .سره ددی چی په بعضوریاستی سیستمونوکی جمهوررئیس ته داواک ورکړل شوی وي چی کولای شي پارلمان منحل کړي اماپه بعضونوروکی بیاداحق نلري چی په خپله خوښه اویا په هیڅ ډول پارلمان منحل کړي
اماپه پارلماني دولتونوکی جمهوررئیس اولومړي وزيری(صدراعظم ) درایوپه اکثریت سره دپارلمان له خوا لری کړي شي اوحکومت یی منحل کړي چی ددی ډول حکومتونوښه مثال یی هندوستان ،پاکستان ،المان،ایتالیا،هنګري هیوادونوکی ووینو البته پارلماني نظام په هغه دولتونویاهیوادونوکی ډیرښه نتیجه ورکولایشي چی سیاسي احزابوپکی ښه وده کړي وي
هغه خاصه ځانکرتیاچی ریاستي نظام یی لري داده چی په ریاستي نظام کی جمهوررئیس دخلکوپه مستقیمه اوپټي رایی سره انتخابیږي ښه مثال یی زمونږهیواددی هغه څوک چی غواړي جمهوررئیس شي بایدلومړی دکاندیدوشرایط پوره کړي وروسته باید دخلکورایه واخلي ،خوپه پارلماني نظام کی بیاداسی نده په هغه کی خلک خپل نماینده ګان انتخابوي اوبیاوروسته هماغه استازي یانماینده ګان حکومت تشکیلوي . په پارلماني سیستم کی کیداشي جمهوررئیس اوسي اویاکیدای شی شاه اوسي چی تشریفاتي بڼه ولري اودحکومت په چاروکی لاس وهنه نه کوي اودسراسري ټاکنوپه پایله کی نه ټاکل کیږي اوجمهوررئیسان دیوی مشخصی مودی لپاره دپارلمان له خواټاکل کیږي .
په شاهی هیوادونوکی چی پارلماني نظام حاکم وي دشاهی سیستم په اساس قدرت له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدول کیږي حکومت په دی ډول هیوادونوکی دعمومی انتخاباتواودخلکوداستازوپواسطه جوړيږي ښه بیلګی یی دهسپانیا، جاپان ،انګلستان،سکندوي هیوادونه (سویدن ،دنمارک، ناروی) بلجیم ،هالنداولوکزامبورګ دي ،
دحکومت اوجمهوررئیس دوره په دواړه ډ،ل نظامونوکی داساسي قانون له مخی ټاکل کیږي
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی