افغان اتلان دی وستایل شی

Posted on at


 

که دهیواد ورزش ته وکتل شی نو لیدل کیږی چی په ډیری برخوکی دهیواد ورزش په ورستیو لسوکلونو کی پیل شوی دی چی دهغوله جملی څخه یو هم دکرکټ ملی لوبډله ده چی دکرزی صاحب د دوری له پیل څخه راهیسی یی په لوبه کولو پیل  وکړ اوډیر په سرعت پرمخ ولاړ.

 

دکرکټ ملی لوبډلی څوځله په آسیایی او نړیوالو لوبغاړو کی دافغانستان نوم او بیرغ لوړ اوهسک کړی دی او څوځلی یی په شل اوریزو نړیوالو لوبو کی ګډون کړی دی او په دغه برخه کی یی ښی لاسته راوړنی درلودی ددی ټیم دمربی په وینا چی په تیرو کلونو کی دیاد ټیم یوازینی ستونزه دتوپ اچونی په برخه کی وه خوله نیکه مرغه اوس یی دغه ستونزه حل کړی ده او دادی اوس یی دنړیوالو سیالیو ته دغوراوی لوبو په لړ کی لمړی په سکاټلنډ کی بیا په امارات متحده عربی کی ډیری لوبی وګټلی او ددغو لوبو وروستی پړاو چی تیره ورځ په امارات دشارجه په نړیوال لوبغاړی کی په لاره اچول شوی وی دهیواد ملی ټیم دکینیا دټیم په وړاندی په دری جلا لوبو کی مخ شو چی په لمړی شل اوریزه لوبه کی دهیواد ټیم دکینیا لپاره ۱۶۳ منډی هدف مټاکه اما مقابل لوری ونشو کولای دغه هدف پوره کړی او یوازی ۵۶ منډی جوړی کړی. بله یوه ورځنی لوبه هم په آسانی سره دافغانستان ملی لوبډلی یوړه او په پای کی دجمعی دوځی او وروستی لوبه هم دهیواد اتلانو د۷ وکټو په توپیر په ۲۱ اور کی هدف پوره او ددی لوبی په ګټولو سره یی دلمړی ځل لپاره دکرکټ نړیوالو یوه ورځنیو یا ۵۰ اوریزو سیالیو ته چی په  ۲۰۱۵کال په آسترالیا کی جوړیږی لاره پرانیستله. هیره دی نه وی چی دهیواد ملی ټیم اوس په شل اوریزو لوبو په لړ کی په نړی کی ۹مقام لری.

ورزشکاران دهیواد اتلان دی که په هره برخه کی وی تکواندو فوټبال یا کرکټ یانوری لوبی ددوی لاسته راوړنی او بریاوی دهیواد لپاره بین المللی سرلوړی ده دوی هغه څوک دی چی دافغانستان بیرغ اوملی سرود په هر ځای او هر میدان کی غږوی او نړی ته یو سولییز او اتل افغانستان ور پیژنی نو پکار ده چی ددی اتلانو ښه ستاینه اوپالنه وشی. په پای کی دکرکټ دملی ټیم بریا د۲۰۱۵ کال ورځنیو نړیوالو سیالیوته  دافغانستان ټولو اوسیدونکوته مبارکی وایم.

 

 

 

                                                                                                                         لیکوال: خوانی همت



About the author

160