د ثور اومه : د یوه لویې غمیزې حکایت . ددی مقالی پاتی برخه

Posted on at


ددی مقالی پاتی برخه 

و په همدی توګه افغانستان د شورویانو دسور پوځ تر تیرۍ لاندی راغلۍ . خو پسله څوارلسو کالو (۱۳۷۱)  شوری په افغانستان کی د یوی سختی او تاریخی ماتی سره  مخامخ شو .

 

په افغانستان کی د شوروی ماته د شلمی پیړی تر ټو لو ستر  او مهمه پیشه و و  چی نظیر یی د بشریت په تاریخ ډیر لږ پیدا کیږی .ځکه چی د شوروی سور پوځ د منځنی اسیا د هیوادونو په پرله پسی  نیولو سره د  یوه  نه ما تیدونکی پوځ په توګه  نړیوالو ته  ښکاره سوی وو او هیڅ کله د یوی جدی  او سختی  مقاومت سره مخامخ سوی نه  وو مګر دا چی هغه یی په پوره ډول سره له منځه وړی وو. پرته له دی په افغانستان کشی د شورویانو ماته  فقط  یوه پوځی ماته دافغانستان  په ساحه کی نه وه بلکه چی دا یوه داسی پراخه او هر اړخیزه ماته وه چی د پخوا شوروی لوی امپراتوۍ یی  د نړی د نقشی څخه بلکل نسکوره کړل او پایله یی یوازی د افغانستان آزادی نه و بلکه چی د منځنی اسیا ټول هیوادونو ته د آزادی لوی نعمت ور په برخه کړل.اوله بله خوا ګاونډی اود جنوبی اسیا پاته هیوادونه یی د شورویانود قهرجن پرمختګ څخه وژغورله .

 برسیره پر دا په افغانستان کشی د کمونسټانو ماته په نړی کی د ماتریالیزم د ایدیالوږی ماته وو. دشورویانو یرغل یوازی یوه پوځی  یرغل نه وو بلکی چی په اصل کی دغه یوه ایدیالوږیکی یرغل وو چی مقصد یی  د بشریت په کلتورکی  کی د دین او دمعنویت پوره له مینځه وړل وو.

 

له همدی کبله په دغه فرصت کی د افغان مسلمان مجاهدینو او ده پاک او مجاهد شهیدانو د خاطری ژوندۍ کول  زمونژ یوه دینی او انسانی وظیفه ده . هغه کسان چی د آزادی بڼه یی په خپلو وینو سره روزلی دی او دآزادی بیرغ یی د تل لپاره د نړی پربام (پامیر)باندی وچت ساتلی دی. ژوندی دی وی افغانستان او ژوندی  دی وی د افغانستان مسلمان او مجاهد خلګ .

لیکوال او ژورنالیست

عبدالرحمن منګل



About the author

160