د سړک خرابوالی راپور

Posted on at


د کارته نو سړکونو مخ په ختمیدو دي د کارته نو سیمي خلک او او موتر چلوونکې د کابل له شاروال څخه شکایت کوي او وایې چې د تېرو څو کالونو راپیدې خوا د کارته نو سړک ته هیڅ پاملرنه نه ده کړی نو همدا وجه ده چی دسړک جوړ ځایونه هم له منځه تللي  دې د دي سمیې خلک په شاروال تور لګوي او وایې د کابل ښاروال په کابل کې د بیارغونې کارونه د تعصب له مخې پلانوي نو ځکه یی پښتانه میشتو سیمو ته هیڅ پاملرنه نه کوي دوی دا هم وایې چې ددي ریژیم په راتګ سره د کارته نو سړک نه دی رغول شوی او جوړ ځایونه یی هم د شاروالی لخوا وران شوي خود بیا رغولو چاری یی په ټپه ولاړی دی چې د موټرو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی


 


نو ما هم دا ستونزه له نیږدی ددی سیمی اوسیدونکو او موټر چلوونکو سره شریکه کړه یو تن موټر چلوونکی چی نوم یی جمال شاه ځدران دی داسی وویل


(زما ډیر وخت کیږی چی د کارته نو څخه ښارته موټر چلووم خو دا سړک چی څنګه خدای پیدا کړ په هماغه شکل دی د یو عالم ستونرو سره یی مخ کړی یو نه یی عمخوار شته او نه یی څوک غم خوری ډیری وخت موږ د فرعی سړکونو تګ راتګ کاوو ځکه چی د کارته نو عمومی سړک دیر زیات خراب دی موټروته هم زیان رسوی او له بلی خواد سړک د خرابیدو له امله د موټرو بیروبار زیات چی په ساعتونو ساعتونو لار بنده وی )



یوتن بل موټر چلوونکئ چې موټر یې په ابو منځ کې بند وخپله ستونزه یې راته داسې ذکر کړه (زما نوم ګل محمد دی داسی وګورئ چې ددې سړک څه حال دی چی لږ شان باران وشي نو ټولې اوبه په سړکونو کې راجمع کیږی نو همدا وجه چې زما موټر د سړک په منځ کې بند پاتې دی او د کابل ښاروالۍ ددې سړک جوړولو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړی یوازی دباران په وخت کې کله چی اوبه په سړکونو کې راجمع شي نو د کابل ښاروالۍ یوازې د اوبوایستلو لپاره ټانکرونه راولیږی ترڅو اوبه له سړکونو څخه اوباسی نو پدی سره خو دا ستونزه نه هواریږي او ترڅو به دا حالت روان وی )



یوازي د کارته نو سرړک نه دی چې خلک ورڅخه سر ټکوي بلکه په کابل ښار کې ډیري داسی سرکونه دی چې نه دی رغول شوی لکه د قلعه زمانخان سړک هم په بد حالت کې دی چې اوسیدونکې یی له ګنو ستونزو سره مخ کړي دی او د قلعه زمان خان سیمی یوتن اوسیدونکي غفار نظامي افغان باور ته وویل( مو ږ د قلعه زمانخان د پورتني سړک په ساحه کې کور لرو زموږ د کور مخی ته سړک دومره لوي کندې لری که چیری یو شخص په  کې کینې د سل متر فاصلی واټن کې نه ښکاري نظامی وایې زه په ښار کې د یو بانک کار کوونکي یم کله چې له کوره راوزم په ښار کې د موټرر له ګڼی ګونی څخه زموږ له کوره تر ښاره لاری ته تشویش کې یم  په اونۍ کې یو ځل هتمن په خپل موټر د مسری دوکان لیدنه کوم هغه د فواید عامې د وزارت او د کابل ښاروالی څخه شکایت کوی او وایې چې دغه سړک ته هیڅ پاملرنه نه کوی که څه هم ډیر کم وخت کیږی چې دغه سړک هوار شوی خو د بی کفیته موادو په استعمالو سره ډیر ژر بیرته له منځه لاړ.)



درنو لوستونکو د پرله پیسې اړیکو سره سره ونه توانیدو چې د کابل ښاروالۍ نظر په دی اړه ولرو او کله مو چی د انجینر عبدالاحد واحد سره اړیکه ونیوه تر څو نوموړی ستونزی په اړه یې نظر ولرو نو په ځواب کې یې راته وویل چې زه وخت نلرم چې په داسې ستونزو در سره خبري وکړم


د یادونی وړه ده چې ورته ستونزی د کابل په نورو برخو کې هم تر سترګو کیږی چې په ځیو برخو کې بیخي سړکونه نه دی رغول شوی او که رغول شوی د خت څخه مخکې بیرته وران شوي دی


لیکوال او ژورنالیست.


عبدالرحمن منګل 



About the author

160