امنیتی سند او افغانی شرطونه

Posted on at


 


له تیرو لسو کلونو راهیسی دامریکا متده ایالتونه دناټو په چوکاټ کی په افغانستان کی فعالیت کوی او دناټو په ماموریت کی ترټولو زیات سرتیری لری او دهیواد په ډیرو ولایتونو کی میشت دی مګر له هماغو لمړیو کلونو راهیسی یادو ځواکونو په مختلفو وختونو کی ځینی تیروتنی کړی دی چی ترټولو ستره تیروتنه چی آن دولسمشر کرزی او امریکاد روابطو ترمنځ یی خړ پړتیا رامنځته کړه او دملت یوه لویه غوښتنه هم وه هغه په کلیو اوبانډو کی هوایی بمباری او خپل سری عملیات ووچی تل یی په د افغان ولس غصه راپارولی ده



اوس چی دناټو دماموریت موده په افغانستان کی په ۲۰۱۴ کال کی پای ته رسیږی اود ناټوټول ځوکونه له افغانستان څخه وځی نو دامریکا حکومت غواړی چی په افغانستان کی پاتی شی په همدی موخه دکابل او واشنګټن ترمنځ دیو امنیتی سند پرسر خبر له ډیر پخوا وخت څخه روانی دی چی اوس اوس دنهایی کیدو پلور روانی دی خو کابل ددی سند دلاسلیک کیدو لپاره ځینی شرطونه لری چی باید دامریکا لخوا ومنل شی او ښاغلی کرزی په خپلو دغو شرطونو ډیر کلک ولاړ دی چی دهغو له جملی څخه یو څویی دلته ذکر کوو اول داچی افغان حکومت وایی که په افغانستان کی سوله او امنیت نه رځی نو ولی تړون لاسلیک کړو دوهم په افغانستان کی باید بی ځایه هوایی حملی بندی شی او خپل سری عملیات دی ودرول شی او دریم داچی که په افغانستان له بهر نه برید کیږی نو امریکا او افغان حکومت دواړه په کډه به له افغانستان نه دفاع کوی دا اوددی پشان ځینی نور موارد هم شته چی کابل غواړی چی په لیکلی ډول په امنیتی سند کی داخل شی



هیره دی نه وی چی له دی مخکی امریکا اوافغانستان یو ستراتیژیک سند هم لاسلیک کړی دی چی په یوه برخه کی یی راغلی که کوم بهرنی هیوادپهافغانستانبریدکوی نو امریکا به دافغان حکومت ملاتړ کوی مګر له شاوخوا یو کال راپدیخوا پاکستان په کونړ راکټی بریدونه کوی مګر امریکا په دی هکله چپ پاتی دی چی دی کار افغان چارواکی دامریکا په ځینو وعدو بی باوره کړی دی خو افغان ولسمشر اعلان وکړچی دامنیتی سند د لاسلیک کیدو لپاره بوه لویه جرګه راوغواړی چی دا دامریکا او افغانستان ترمنځ په دی اړه یو موافقی ته درسیدو نمایندګی کوی



 



About the author

160