اخلاق زړورتیا

Posted on at


 


     پر خپلو عیبونو او نیمګړتیاوو اعتراف کول، نه یوازې دا چې کومه نیمګړتیا نه شمېرل کیږي، بلکې دا کار د خلکو ارایی زوړتیا څرګندوي. پر خپلو نیمګړتیاوو اعتراف کول دبشپړتیا مقدمه ده.


     ډیر لږ کسان پېدا کزږی چې د خپلو نیمګړتیاوو او کمزو یو په پېژندلوسره ونه غواړي چې دغه نیمګړتیاوې ایرې کړي، بلکې هر کس به هڅه کوي چې دغه نیمګړتیاوي له ځانه لېرې کړی.


        ډیر اوریدل شوی چې یوه ډله ګناهکاران د عدالت او قانون له منګولو ډیر کلونه لیري پاتې شوي، یانې دی، خو آخر یې د خپل وجدان په ټینګار ځانونه محکمې ته تسلیم کړی او د مجازاتوغوښتنه یې کړې ده. هوکی! د قانون له منګولو تښتېدلای شو، خو دوجدان له آزار او کړاو څخه خلاصون نه شو موندلای، دوجدان غم به شپه او ورځ دد غو خلکو پر اروا هوسا نه پریږدي.


     له شک پرته، پرخپلی ګناه او تېروتنې اعتراف کول، یو ډول هوسایی ده، نو هرڅوک چې راحت غواړی، باید په ډیره زړورتیا پر خپلو نیمګرتیاوو اعتراف وکړی او بېځایه دې خپلې نیمګرتیاوی پر نورو نه ورتپی.   


      زموږ د ټولنې وضعه دومره فساد ته ورنژدې شوې ده، سره له دې چې څوک نه حاضریږی خپلې نیمګرتیاوې ومني، بدرتګۍ خپل ماهیت بدلوي او په ښایسته بڼه څرګندیږي. اوس څوک ناسم کار، خیانت او ناوړتیا بده نه ګڼي،بلکې که دغسې روحیات ولري، پرځان ویاړي. هغه کسان چې پاکلمني او رښتیا ویل لري. خام اوبې کفایته خلک ګڼل کیږي.هو! عمومی فساد دا ایجابوي چې د بدرنګیو او بدو کارونو په مقابل کې ټولییز قضاوت همداسې وي.


 


 


 


 


    



About the author

160