د ماغزو لس له مینځه وړونکي لاملونه

Posted on at


 



لومړی:   دسبا ناري نه خوړل


        هغه کسان چې سبا ناری نه خوري په ویني کې یې د شکرې اندازه راښکته کیږي او په نتېجه کې ماغزو ته په پوره  ډول غذایي توکي نه  رسیږي او د ماغزو  کمزوري کېدو او دیو تعداد ژونکو د له مینځه تلو لامل ګرځي.


دوهم:  زیاته ډوډۍ خوړل


         د اړتیا نه زیاته د ډوډۍ خوړل شریانونه سختوي   او دماغي کمزورتیا مینځ ته راولي.


دریم:     سګریټ څکول


           د ماغزو د کمېدو او د الزهایمر  د رنځ   د را مینځ ته کېدو لامل کیږي.


څلورم: د شکرې یا خوږو شیانو زیات  مصرفول


         د خورا زیاتو خوږو کارول په بدن کې د پروتینو او نورو غذایي موادو دجذب مخ ډ بوي او په پایله کې د ناوړې تغذیې یا سؤ تغذی لامل ګرځي.


  پنځم:   دککړې هوا تنفس کول


           زمونږ مغز زمونږ دبدن تر ټولو زیاته داکسېجن مصرفوونکې برخه ده نو دککړې هوا تنفس کولو سره  ماغزوته  نیمګړی اندازه اکسېجن رسیږي چې پایله یې د مغزو د چارو نیمګړتیا ده.


شپږم:     دخوب نه ځان محرومول


             خوب سره زمونږ ماغزه ارام کوي او په کم یا اړينه اندازه خوب نه کولو سره د ماغزو د ژونکو د مرګ د چټکتیا لامل ګرځي.


اووم:     د ویديدو پر مهال د سر پټول


           د سر په پټولو سره د کاربن ډای اکسایډ اندازه زیاتیږي او د اکېجن اندازه کمیږي چې دا پخپل وار سره  ویجاړوونکې اغېزې لري.


اتم:      د ناجوړتیا پر مهال دکار کول او یا لیک او لوست کول.


نهم:      د ماغزو د هڅاند ساتونکو افکارونشتوالی


           د مغزو د کوچنی کېدو لامل ګرځي.


لسم:      کم ګړېدل


          په علمی ډګر کې ګړېدل ماغزو ته دښه کار کولو موقع په لاس ورکوي.


     انجنیر شریف


 



About the author

sharifullahmuhabbat

Hi! My name is Sharifullah and I am a Civil Engineer.I went to Gov High school and Higher Secondary school in Pakistan then studied Civil Engineering at Cairo University.I like
writing, reading, surfing on the internet, and traveling.
I love my country and my people.

Subscribe 0
160