زده کړه او پایداره اقتصاد د ښځو لپاره په افغانستان کی

Posted on at


په دغه اونۍ کی د ملکی جلالی لیسی کی د ښوونکی نړیواله ورځی لپاره یو لوی مجلس ونیول شو. چی معارف ریاست او مدیره له خوا نه ښوونکو ته تقدیرنامی ورکړل شوی. او د ښوونکو نه قدردانی وشوله.  او هم د ښوونځی مدیره په دغه اونۍ کی د درسی مسابقاتو برګزاره کولو لپاره بوخته وه. او هم د دغه لیسی نور بررسیانی لکه٬ د ښوونځی شنه چاپیریال ته رسیدل٬ د ښوونځی صحی خونو نه٬ د اونۍ جلسو برګزازه کول٬ د مدیری ګډون د ښوونکو شورا جلسی کی وو.



په دغه اونۍ کی د یولسم او دولسم ټولکی زده کونکی په کامپیوټر ټولکی کی د خپل درسونو زده کول باندی بوخت ول٬ او ورته د ایمل جوړولو درس ورکړل شو.


 


مګر زده کونکو ډیره مینه یی د خپل ځان نه ښودله٫ ځکه په دغه ښوونځی کی د زده کونکی تحصیلی کچه ډیر پورته نه ده. او زده کونکی د بیچارګی او فقر سره ژوند کوی. او دوی د زده کول امکانات نه لری چی په کورونو کی هغه شی چی په ښوونځی کی زده کوی٫ تمرین یی کړی. او هم اجازه نه لری چی نورو ځایونو ته ولاړ شی او خپل ستونزی د نورو سره حل کړی. مګر بیا هم د یولسم ټولکی زده کونکی د دولسم ټولکی زده کونکو نسبت باندی ښه دی. ځګه د دولسم ټولکی زده کونکی د کانکو آزموینی چمتوالی باندی بوخت دی او دومره زړه پوری د خپل ځان نه نه ښایی. 




About the author

MalakeJalaliSchool

Malake Jalali is located on Godam Street in front of the big Masque of Herat, Afghanistan. It has 3270 Students, 101 teachers and 2 buildings.

Subscribe 0
160