افغانستان

Posted on at


افغانستان


افغانستان یو غرنی باستانی او تاریخی هیواد دی چی د آسیا په زړه کی ځای لری او د ولایتونو شمیر یی ۳۴ ته رسیږی چی عبارت دی له : بدخشان ، تخار ، قندز، سمنګان، مزار شریف ، کنر ، لغمان ، بغلان ، کاپیسا ، پروان ، کابل ، بامیان ، لوګر ، ننګرهار ، غزنی ، پکتیا ، پکتیکا ، زابل ، خوست ، ارزګان ، هلمند ، نیمروز ، فراه ، غور ، هرات ، بادغیس ، فاریاب ، سرپل ، جوزجان ، کندهار دی چی د ولایتونو د ولسوالیو شمیر یی (۲۸۵) ته رسیږی چی د افغانستان د هیواد مرکز یا پایتخت د کابل ښار دی


.


د افغانستان د هیواد رسمی ژبی دری او پښتو ده او ددی تر څنګ نوری ژبی هم شته چی په ځینو ولایتونو کی استعمالیږی لکه : ازبکی ، تاجکی ، هزاره ګی ، پشه یی ، نورستانی او داسی نوری دی


.


د افغانستان د هیواد هم سرحده هیوادونه په شمال کی تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان هیوادونه پراته دی او لودیځ لوری ته یی هم د ایران اسلامی جمهوری حکومت پروت دی او په جنوب ختیځه خوا کی د پاکستان هیواد پروت دی او په شمال ختیځه خوا کی د د چین دولت پروت دی .


لکه څرنګه چی مو وویل چی افغانستان د آسیا په زړه کی پروت دی او محاط په وچه دی او د اوبو سره لاره نه لری او د خاوری زیاته برخه یی غرونو نیولی ده چی مشهوره غرونه یی د هندوکش غرونه ، د بابا غرونه ، سپین غر او داسی نور دی چی افغانستان ته یی د اقلیمی او اقتصادی له لحاظه ګټه رسولی ده چی د ډیرو زیاتو قیمتی ډبرو او معدنونو درلودونکی دی .


د افغانستان هیواد یو اسلامی هیواد دی چی ټول خلک یی مسلمانان دی او افغانستان د ډیرو تاریخی او باستانی ځایونو درلودونکی دی چی له نیکه مرغه د غزنی ولایت په ۱۳۹۳ کال کی د اسلام د مدنیت و ګڼل شو او ددی تر څنګ په هرات ، کندهار، مزار شریف ، هلمند ، کابل او داسی نورو ولایتونو کی زیات تاریخی ځایونه شته چی هیواد ته یی نوی ښکلا ورپه برخه کړی ده


.


ژوندی دی وی د افغانستان دری رنګه بیرغ



About the author

160