د ښوونځیو زده کونکو فعالیتونه په منځنی آسیا کی

Posted on at


د دغه اونۍ پیل کیدلو سره د شنبه په ورځ باندی چی د تله ۱۳ او د اکتوبر پنځمی ورځی سره د ښوونکی نړیواله ورځ وه٬ زده کونکو د دغه ورځی نه د ښوونکی زیارونو مننی او سپاسکذاری نه یو لوی محفل یی په ښوونځی کی نیولی وو. او د ښوونځی مدیری ښوونکو ته یی تقدیر نامی ورکړی.


او هم یوه نمایشګاه د ښوونکی ورځی لپاره جوړه شوی وه او ټول آثارونه د زده کونکو لاس کارونه وو. و د دغه نمایشګاه لیدلو لپاره د معارف نه او هم د ښوونځیو مدیران او ښوونکی حوض کرباس لیسی ته راغلی وو.



او هم په کامپیوټر ټولکی کی زده کونکو د خپل ځان نه ډیر فعالیتونه او مینه ښودلی دی. او ورځ په ورځ مینه یی د کامپیوتر او اجتماعی شبکو ته ډیره کیږی. چی د مقالو لیکلو سره یی د انکس فلم اجتماعی شبکه کی او د خپلو او نورو مقالو ګډون کښښدل په نورو اجتماعی رسانو کی٫ خپلی مقالی ټولی نړی ته ښایی.


د یولسم ټولکی زده کونکی د لسم ټولکی زده کونکو نسبت باندی ډیر فعالیت لری. څرنکه فاطمه متین د حوض کرباس لیسی یولسم ټولکی زده کونکه د نورزیه عثمانی او مرجان عثمانی د لسم ټولکی زده کونکو نسبت باندی په انکس فلم او اجتماعی رسانو کی ډیر فعالیت لری.



زه د ټولو زده کونکو نه خواهش کومه چی په دغه لاره کی د خپل ځان نه مینه وښایی او زیار وباسی ترڅو چی په دغه ډول فعالیتونو کی په اجتماعی رسانو کی خپل د پوهی او علم کچه پورته کړی ترڅو چی په راتلونکه کی ټولنی ته خدمت وکړی او نورو ته یوه نمونه اوسی.


کله چی موږ په ښوونځی کی وو دا رنکه ټکنالوجی او امکاناتو مو چی نن زده کونکی په ښوونځیانو کی لری٫ موږ نه درلودله. او په هغه وخت کی موږ د انترنټ او ټکنالوجی څه شی نه پوهیږدلو. هیله لرو چی زده کونکی وروسته د ښوونځیو فارغیدلو نه او پوهنتون ته تلل وکولی شی خپل شخصیت جوړ کړی او په همداغه اجتماعی شبکو نه کار وکړی او پیسی لاسته راوړی. 




About the author

Hozakarbas-Herat

The Houz-e-Karbas High School was founded in 1962 in Afghanistan. The all-girls school has approximately 4000 students, 92 teachers, 5 senior teachers, one education manager, and one administrator. Many classes are taught in tents. Film Annex built the first Internet classroom at the Houz-e-Karbas High School in May, 2012.

Subscribe 0
160