دولت او د دولت د مخالفي ډلې لخوا د ژورنالیزم په ډګر کې سانسور به د بیان د آزادی لمنه ورټوله کړي

Posted on at


 



پوره یوه لسیزه وړاندي کله چې د طالبانو اسلامي امارت له منځه ولاړ او پر ځای یې په افغانستان کې جمهوري دولت حاکم شو له هري خوانه د بیان د آزادی لپاره هلې ځلې شروع او آوازي خپري شوي چې د دوی دغه هلې ځلې د کامیابۍ په لور وخوځیدي او د بیان د آزادۍ په نامه یوه پدیده رامنځ ته شوه او دولت هم دیته غاړه کیښوده چې د بیان آزادي د هر وګړي مسلم حق دی او باید له هغه څخه په ښکاره توګه برخمن شې خو د پردي ترشا بیا دولت په یوه بل مقام کې ولاړ ؤ او د بیان د آزادۍ کلک مخالفت یې کولو چې د دوی دغه کړنه لاتر اوسه هماغه رنګه دوام لري دولت او د هغه مخالفه ډله په مستقیمه توګه د بیان د آزادی مخنیوی کوي او ښکاره بیلګه په ولایاتو کې هغه ژورنالیستان دي چې د نړیوالو او کورنیو رسنیو سره د راپورتر په حیث دنده ترسره کوي او نوموړي د هغوی خبرونه په ښکاره توګه سانسور کوي او له خبر څخه د خبر اصل حقایق لري کوي (هغه څه چې په هغه کې دولت او مخالف لوري ته ور اوښتي زیانونه وي لري کوي او یو بل ته د زیاتو زیاونو د رسیدلو ادعا کوي) چې ددوی دغه کړنه د ژورنالیزم له اصولو څخه په ډاګه سرغړونه ښئ او د خبر اصل ته د یوي کیسي شکل هم پاته کیږي او بله داچې د ژورنالیست ژوند په خطره کې اچوي او هغه د چا خبره ژورنالیست د پاڼ او پړانګ ترمنځ پاته کيږي او نوموړی د دولت او مخالف لورې له خوا اخطارونو، تهدیدونو، ټکونو ، اختطافونو او نورو عواملو سره مخامخ کیږي او مسلکې ژورنالیستان له خپل مسلک څخه لاس په سر کیږي او د ژورنالیزم له ډګر څخه پښې سپکوي او یوه بل مسلک ته مخه کوي ، نوکه د دولت او مخالفي ډلي دغه کړنه دوام وکړي د ژورنالیزم په ډګر کې به د مسلکې ژورنالیستانو نوم هم څوک وا نه وري بلکه د بیان د آزادۍ لمنه به هم ور ټوله کړي.



About the author

sharifafzal007

sharif afzal one of the womensannex writer Kabul Afghanistan

Subscribe 0
160