«غواړم لیک او لوست زده کړم»

Posted on at




خلک له دولته غواړي، چې د سواد زده کړې د ډېرو مرکزونو په جوړولو سره، بې سوادي او نالوستي له ټولنې ورکه کړي.


زده کړه او لیک لوست د ننني انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي او سواد د هر وګړي ژوند بدلوي.



د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان وايي، چې اوسمهال د ټول هېواد په کچه تر شل زره ډېر د سواد زده کړې مرکزونه فعالیت کوي او کابو شپږ سوه زره تنه په دغو مرکزونو کې د لیک او لوست په زده کړه بوخت دي.


دی وايي، چې دغه وزارت هڅه کوي، څو له نالوستو خلکو سره په زده کړو کولو کې مرسته وکړي.


په هېواد کې اوږدې جګړې او د ډېری هېوادوالو بې وزلي او فقر د دې لامل شول، چې ډېری هېوادوال نالوستي پاتې شي؛ خو د لیک او لوست زده کړه د ټولو هیله ده.



د حکیم په نوم یو ۳۵ کلن سړی وايي، چې له ماشومتوبه یې کار کړی او ښوونځي ته د تللو توان او فرصت یې کله هم نه دی موندلی؛ خو د لیک او لوست زده کړه یې تر ټولو ستره هیله ده.


دی وايي، چې اوسمهال د خپلو ډېری کارونو د ترسره کولو لپاره نورو ته اړ دی؛ ځکه چې خپله په لیک او لوست نه پوهېږي. نوموړي آن قرآن کریم هم نه شي لوستلای او خپل دیني فرایض هم په سمه توګه سرته نه شي رسولای.



په کابل کې د سواد زده کړې د یوه مرکز استاد (سالم) وايي، چې د دا ډول مرکزونو ټول زده کوونکي ډېره هڅه کوي، چې یو څه زده کړي.


نوموړي بې سواده او نالوستو خلکو ته په خطاب سره وویل، چې هر وخت کولای شي لیک او لوست زده کړي او باسواده شي. د ده په وینا، د لیک او لوست لپاره هېڅکله هم ناوخته نه دی.


لیکوال: خان آقا  فیضی



About the author

160