هغه دور چی دهرڅه څخه یی انسان خونداخلي په جنګ کی یی خوندوي په لوبوکی یی خوند په خوشحالي کی یی خوند په ژړاکی یی خوند په خنداکی ژوند لنډا داچی بس په هرڅّه کی یی خوندوي .
دماشومتوب کلمی دهرڅه څخه معاف کړي وي که جنګ وکړي وایی ځه خیرده نه پوهیږي ماشوم دی د ملاصاحب فتوای ګانی هم بی اثره وی ځکه هغه هم وایی .چی ماشومان معصومان دي
جنګ یی هم دلویانوپه څیرنه وي چی ټانګونه راشي الوتکي راشي بمونه والوزي ځانمرګي وشي په ټوپکونویوبل وولي یوبل ووژني ټپیان یی کړي کورونه یی وران کړي باغونه یی وسوزوي .
دماشومانوپه جنګ کی یودبل مورنه کونډوي یوبل نه یتیم کوي دیوه اوبل لاسونه اوپښی نه قطع کوي ددوی جنګ دیوڅولمحو لپاره وي کلونه نه نيسي نړۍ پرینه .پوهیږي اونړيوال یی تماشانه کوي
سره ددی چی دوی نه پوهیږي خوبیامسجدته له بوټانوسره نه ننوزي په مسجدکی میاشۍ هم نه مړکوي وایی چی ګناه لري دوی دلویانوپه څیر په مسجد ،بازارونو،مکتبونو،پوهنتونو،اوروغتونونوکی بمونه نه الوزوي .
ددوی په جنګ څوک نه پوهیږي چی کله یی جنګ وکړاوکله سره بیرته پخلا شول له چاسره یی جنګ وکړ په څه یی جنګ وکړاوپه څّه سره بیرته یوځای شول ده دژوندهره لمحه ورته غیرله خوښي څخه بل څه نه وربخښي .
دخپلی خوشحالي لپاره دنوروکورونه نه ورانوي خپلی ګټی دبل په وژلوکی نه ګوري دانه وایی چی خدایه له هغه یی واخله اوماته یی را بلکی وایی خدایه هغه ته یی هم ورکه ماته یی هم راکړه .
دوی رشوت ،فساد ،قمار،وژل دانه پیژني دوی په دی هم نه پوهیږي چی پټګی خلک دوژلولپاره په سر کوی نارینه دبل دترورپه خاطرله ځان نه ښځی جوړوي اوچادري اغوندي دخدای په کورکی هم خلک قرباني کیږي .
نوای خدایه کاش داخلک دهماغسی ماشومان پری ایښی وای چی دکینی اونفرت نوم له نړۍ څخه ورک شوی وای.
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی