عجیبه اوړی د انکس فلم سره

Posted on at

This post is also available in:

مور می وویل: آیا خوښ لری چی راشی او نار وخوری؟ یو ساعت کیږی چی آیینی ته ولاړه یی.

کله چی آیینه ته می کتل مخ می راواړو او مور ته می وویل٬ موری نن می د کار لومړنۍ ورځ ده. ځرنکه معلومیږم؟

د جون ۲۲ زما دندی ورځ په انکس فلم شبکی کی وه. د دغه شبکی په اړه او د دندی په اړه باندی ډیر نه پوهیدلم. فقط دا پوهیدلم چی زه د یو مقاله لیکونکی په توکه په دغه شبکه کی دنده تر سره کومه. په اومړی کی پریشانه وم چی آیا کولی شم دغه دنده ترسره کړم او یا که نه٬ مګر زیار می وباسلو چی آرامه اوسم. انکس فلم شبکه زموږ د کور نه لری دی چی تقریبا ۴۵ دقیقی لری دی٫ که څه د دغه کار هیرانونکی وم بیا هم ټوله ورځ پریشانه وم چی ناوخته نشی. کار کول لکه د کور نورو غړیو غوندی ما ته د لویتوب احساس راکوی. کله چی دفتر ته ورسیدلم٫ د دفتر مدیر ډیر ښکلی ښایدلو. هغو زما آسانتیاوی او مسئولیتونه یی ماته واضع کړلی. 

د دندی اجرا کول په هغومره سخت چی ما فکر کولو نه وو. زما اصلی دنده بلاګ لیکل وو او د هغو ځنک کی د فارسی ترجمه انګریزی ته. د کاری دوری نه می ډیر شیان زده کړل. مقاله لیکلو نه فقط زما د لیکلو مهارتونو ته یی پرمختک ورکړلو مګر زه یی مجبوره کړم ترڅو چی موضوع ګانو او پیښو ته نور هم سم وکورم. یوه ښه مقاله فقط د هغو د جملو ښه لیکل او کښښدل یی نه دی٬ مګر د یوی مقالی لیکلو لپاره د سرلیک باندی یی څو ساعته فکر کیږی. ځینی وختونه د یو مقالی باندی فکر کول د لیکلو نه یی هم سختره دی. زما په باور فقط د معتبره معلومات ویل کافی نه دی٫ د شخصی تجربو٫ نمونو او عکسونو اشتراک کښښدل ستاسو د مقالی جذابیت سبب کرځی. د مثلا په توکه: زما ډیر ننداره کونکی مقاله د کوڅی اذیت کولو په اړه ده. بلاګ می د کابل بیروبار کوڅو شخصی تجربو سره پیل کړلو او زما د شخصی تجربو کښښدلو سره مهمه برخه می د ویونکو او د هغو خوښولو قسمت کی ولوبولو. که څه هم زما نامتو کیدل زما لومړیتوب نه دی٫ بیا هم د پیغامونو کښښدل یو لوی عکس د ویونکو ماته کشوی. 

دنده تر سره کول د مېرمن رویا محبوب سره یوه بله د دنده زده کړی مرحلو نه ده. مېرمن رویا محبوب یو مهربانه او انګیزه ورکونکی مدیره ده چی د کارمندانو رضایت لپاره ډیره مهمه دی. د هغو سره کار کول ډیر لذت بخشه او سرګرمه کونکی دی. د مېرمن محبوب همراهی نه په معرفت مدرسه کی د نجونو تشویق لپاره چی د لیکلو لپاره په انکس فلم شبکی ګډون ونیسی یوه ډیر ښه خاطره لرم. د هغو د مینی لیدلو سره می د نجونو زده کړی لپاره زه یی مجبور کړمه چی نور هم د ډیر احترام سره ورته وکورم. هیله لرم ترڅو چی دغه خپل ښه دندی ته ادامه ورکړی او نورو ته په خصوصه توکه نجونو ته یوه نمونه  اوسی ترڅو چی یو بدلونه راشی. 

اوړی تقریبا خلاص شوی وو او زه ما باید افغانستان خوښی کړی وی او په آمریکا کی خپل ښوونځی ته ادامه ورکړم. د دندی زده کړی دوری خاطری هیر نکونکی دی.

د کار آخرینو ورځو کی می دغه ویډیو می په انکس فلم کی عکس برداری کړله. کار کول د فلم جوړولو اداری سره جالبه وو. 

زه د افغانستان نجونو مالی حمایت سازمان او انکس فلم د دغه فرصتونو لپاره عالی بولم. اجتماعی رسانو یوه نوی لاره یی زما باندی یی خلاصه کړله ترڅو چی نړی ته وکورم. 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160