د پولیسو برخه د دموکرا سي په پلي کولو

Posted on at


 

د دي لپاره چه د پولیس په رول د دموکرا سي په راوړلو باندي پوه شو. لمړۍ باید پوه شو چه دموکراسي څه ده؟ دموکرا سي د ولس واکی  په معنا ده. یعنی د خلکو حکومت پر خلکو! په دموکراسي نظام دا خلک دي چه خپل برخلیک باندي پریکره کوي. یو کس او یا څوکسان د خپل هیواد د اداری لپاره ټاکې. په یو دموکراتیک نظام کې خلک د دی حق لړي چه مدنی او سوله ایزه انتقادونه د دولت پر وړاندي ولړي. دوې کولای شي د رسانی، یوځای کیدل،اعلامیه او قانونی لاریون په وسیله  د خپل حقوقوڅخه دفاع او سا تنه وکړي.

او خپل خبري او انتقادونه دولتی مسوولینو ته ورسوي.

په افغا نستان کې زموږ په دموکراتیک نظام دولسي جرګي استازی، ولایتی شوراګا نو استازي ، د ولسوالي شوراګانو استازی او جمهور رئیس د خلکو په مستقیم رای ټاکل کیږي. او دا خلک دي چه دخپل راتلونکې  د ټاکلو په موخه په ټاکنه کې ګدون کوي.

په دمو کراتیک نظام کې مهم او اساسي پایه ټولنیز عدالت دي. په دغه معنا چه دولت دنده لړي چه په ټولنیز فضا کې وګرو ته د ژوند امکانات برابر کړي.چه دغه مسئله د ژوند د لمړنۍ امکاناتو څخه لکه خوراکې مواد، پوشاک او سرپناه پیل کیږي تر عادلانه لاسرسي په محاکم او قضائی مراجعو باندی دوام لړي. په دغسي ټولنه کښي د ټولني ټول وګړي دجمهور رئیس نیولې تر یوه عادی وګړی دیوه وګري په حیث برابر حق لړي. د ټولني هر وګړي کولاې شي د قانون په چوکاټ کې رای ورکړي او یا دوی ته رای ورکول کیږي. په دی معنا چه په دغسي ټولنه کښي سیاسی قدرت د هیڅ قوم، ډلي،ژبه، سیمه او خاص کورنۍ په لاس کې نشته قدرت د هغه چا په واک دي، چه د ټولني ګن شمیر خلک وغواړي.

زمونږ په هیواد کښي هریو وګري چه قانوني شرایط ولړي کولاې شي خپل ځان د جمهور رئیس په حیث کاندید کړي. هغه وخت کولاې شي چه جمهوري ریاست ته ورسیږي چه د رای ورکونکې تر پنځوس فیصد پورته رای ترلاسه کړي.

همدارنګه د ټولني افراد په عادلانه ټوګه د هیواد د منل شوي قوانینو پراساس د اطلاعاتو لاسرسي ته حق لړي. د همدغه دلیل په یو دموکراتیک ټولنه کې رسانې ډیراهمیت لړي. په هغه صورت چه سمه عمل وکړي کولاې شي د خپل ټولني د خلکو غږ او غوژونه اوسي.

آیا پدي منځ پولیس هم کولاې شي د دموکراسي د پلې کولو په لاره کې کومه رول ولوبوي؟

له هغه ځایه چه دمو کرا سي د خلکو لپاره یوه نظام دي او د دولتي ارګانونو به منځ کې  پولیس هغه مهمه ارګان دي چه د خلکو سره دیر اړیکې لړي کولای شي د دموکراسي د پلې کولو په لاره کې زیاته مرسته وکړی.

د پولیسو د ښه رویه کولو نه پرته په هیڅ ټولنه کي تولنیز عدالت ته لا سرسي امکان نه لړي.

پولیس د قا نون د مجري په حیث دنده لړي ترڅو به ټولنه کې د جرم او جنایت پر وړاندي سره مبارزه وکړي. د جرم او جنایت او خلاف کارانو او د ټولني د مفسدینو سره مبارزه او دهغوي سپارل د قانون منګولوته د هیواد په ټولنیز عدالت په ټینګول دیره مرسته کوي.

په یوه ټولنه کې ټولنیزعدالت ته را رسیدل په دي معنا دي چه مونږ وکولای شوای چه د یوه دموکراتیک ټولني دیر برخه ارټیا برابر کړي یو.

په یوه هیواد لکه افغانستان چه هلته دمو کراسي حاکم دي پولیس حق نه لړي دهغه کسانو په وړاندي چه په واټونو کې په سوله ایزه لاریون بوخت دي او د خپل حق غو ښتنه کوي د مجرم او جنایتکار په سترګه ورته وګوري. باید دهغوی امنیت د یو دموکراتیک اقدام په ټوګه ټینګ او دوی ته مرسته وکړي

 په د غسي نظام کې پولیس حق نلړي په خپل عمل کې هیڅ ډول توپیر په نظر کې و نیسي.هغه نشي ګولای په خپل اقدامات د جنسیتي(ښځي او نا رینه؟)، مذهبي، قومی، ژبنی، او سیمه ایزمسایلو پر اساس پریکره وکړي.

په یوه دموکراتیک نظام کې ښځي او نارینه،شیعه او سني او... تاجیک،پښتون، ازبک، هزاره..فارسي ژبه پښتو ژبه... کابلي هراتي، قندهاري ، مزاري او.... ټول سره یو دی .

یوازنی مسئله چه د پولیسو د پام وړ دي د قانون ښکاره احکام دي.

پولیس یوازي د قانون ترسیوری کولاې شي ښه او اخلاقی کړنه وکړي او په خپله دنده په صادقانه ټوګه عمل وکړي. د پو لیس د ښه کړنی نه پرته په هره ټولنه کې واقعي دموکراسي ته راسیدل امکان نه لړي.

 

 

 

 

لیکوال: خان آقا فیضی



About the author

160