د مدیریت او مشرۍ تر منځ ګډې ځانګړنې او توپیرونه

Posted on at



که څه هم دا دوه اصطلاحات سره نږدې تړاو لري خو له دې سره سره مدیریت د چارو د تنظیمولو او مشري د خلکو د تنظیمولو پر مفهوم کارول کیږي. مشري کیدای شي د ادارې په جوړښت کې د مراتبو له سلسلې بهر هم تر سترګو شي، خو مدیریت یوازي دننه په اداره کی مطرح کیږی.



په زړه پورې خو لا دا ده چې ډیر مشران، مدیران نه دي، یو شمر ښایې واک او نفوذ ولري خو یوه رسمي دنده به نلري هغه ښایې د یوې مذهبي، قومي، قبیلوي او یا بلي ډلي مشر وي . بله خوا په اداره کې ډیر مدیران د مشرۍ رول هم لوبوي یعني هغو ته د مشرتابه د دندو سپارل د هغوي د مدیریت مهمو دندو یوه برخه جوړوي .



د اداري د ټیټ پوړیو مدیران خپلي اړوندې اداري چاري پرمخ بیایي.
د ساري په ډول:د بودچې تنظیمول،له آمرینو او همکارانو سره د اړوندو چارو په باب لیده کاته، لیکونه او نوري ورته چاري، چې د مشرتابه له دندو سره اړیکي نلري.
خو چې کله دا مدیران خپلو کارکونکو ته د چارو د سرته رسولو لارښونه کوي نو بیا د مشرۍ مسله مطرح کیږي په دې توګه د مدیریت له پلوه مشري د مدیریت تر چتر لاندي راځي.



ډیری خلک مدیریت او مشري یو ډول ګڼي خو له دې سره سره د دغو دوو مفهومونو تر مینځ توپیر شته .
ډیری خلک مدیریت او مشري یو ډول ګڼي، نو د ماهیت له پلوه د مدیریت په پرتله خورا پراخ مفهوم رانغاړي . په مدیریت کې د ادارې د ځانګریو موخو تر لاسه کول او پلي کول ارزښت لري . په دې توګه د دغو دوو مفهومونو تر منځ اصلي توپیر د اداري په کلمه کې نغښتلی دی.مشري هم د خپلو موخو د تر لاسه کولو له خلکو سره او د خلکو په مرسته کارکولو ته اړتیا لري، خو دا موخي د ادارې موخي ندي .



یو مشر ښایې د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره څو ځلي کوښښ وکړي خو د ادارې له موخو سره ښایې دومره لیوالتیا ونه لري.
له دې امله یو شمر ښایې په پلي کولو کې بریالی شي، خو ښاي د ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې اغیزمن را ونه خیږي. 
لنډه داسي مشران شته، چې د مدیر رول نه لوبوي. همدار رنګه داسي مدیران شته چې د مشرۍ څانګړنې نه لري. مدیران د مشرتابه پر دندې سربیره د پلان جوړوني، تنظیمولو، ګمارلو او کنترولو دندي سرته رسوي .


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل


 


.


 



About the author

160