:ګرانو زده کونکو
انکس فلم یوه انترنټی پراخه شبکه ده چی په ټوله نړی کی فعالیت کوی. او د هغو نه خلکو ډیر مادی او معنوی ګټی لاسته راوړی دی. انکس فلم په دغه نیږیدی وختونو کی په افغانستان کی یی فعالیت ته پیل کړی دی٫ چی د افغان سیتادل شرکت له خوا نه حمایت کیږی. مګر د دغه لږ وختونو تیریدلو سره ډیر خلک یی ځان ته جذب کړی دی چی د هغو نه ډیر یی زده کونکی دی.
انکس فلم د ګټه ور کورسو ډایر کولو سره لکه د سناریو لیکلو٫ بلاګ لیکلو ټولکیان غوندی چی د لومړۍ ځل لپاره زده کونکی د انکس فلم له لاری پیسی لاسته راوړی. چی دغه یو ډير ښه وخت زده کونکو ته دی. چی د انکس فلم له خوا نه د ښوونځیو زده کونکو ته آماده شوی دی. انکس فلم سبب شوی دی چی یو شمیر ډیر خلک د کامپیوټر او انترنټ زده کولو ته مخ راوړی او زده یی کړی. چی دغه خپله د خلکو پرمختک ښکاردونکی دی. انکس فلم سبب شوی دی چی نړی د افغانستان سره ډیر آشنایی پیدا کړی. او د افغانستان خلکو استعدادونه وکوری.
افغانان ډیر ښه استعدادونه لری مګر هغه پټ دی چی د انکس فلم او نورو آموزشی پروګرامونو باندی چی په لاره اچول شوی دی او یا هم په لاره اچول کیږی د ښکار کولو په حال کی دی. کولی شم ووایم چی انکس فلم ډیر ښه تاثیرونه د زده کونکو په خاصه توکه نجونو باندی لری. افغان نجونو د انترنټی شبکو سره یی ډیره پیږندنه نه درلودله٫ مګر انکس فلم سبب شوی دی چی دوی د دغه شبکو په اړه معلومات پیدا کړی. او خپله د پوهی کچه پورته کړی.