د افغان سیتادل پرمختکونه په افغانستان او منځنی آسیا کی

Posted on at


نن د ټکنالوجی علم او استفاده کول د هغو نه یو ډیر مهمه بحث د نړی خلکو مابینځ کی دی. او ټول خلک که ښوونکی٫ زده کونکی او یا کوم بل څوک دی د دغه ټکنالوجی نه خپله خاصه ګټه اخلی. ترڅو چی خپلی ستونزی د دغه ټکنالوجی له لاری حل کړی. انټرنټ هم هم یوه نوی ټکنالوجی په اوسنی وخت کی دی٬ چی د نړی خلکو ته یی د سوداګریز٫ زده کړی او ډیری نورو برخو کی یی ډیری آسانتیاوی په ارمغان راوړی دی.


نن میلیونونه خلک د دغه ټکنالوجی نه د خپل کاری او تجارت برخو کی تر نه کار اخلی٬ او خپل مهم کارونه د نړی هر ځایو کی د دغه ټکنالوجی له طریقه حل کوی.



او د دغه ټکنالوجی پرمختک لپاره په افغانستان او منځنی آسیا او نورو هیوادونو کی  افغان سیټادل یو نوی ابتکار وکړلو. چی وکولی شی دغه ټکنالوجی افغانستان ته هم په ښه توکه زده کونکو او ښځو ته ورسوی٬ او په افغانستان کی یی د انکس ښځی شبکه بنیاد کړله٫ چی یوه برخه یی په هرات کی ده. چی ډیر زده کونکی یی د نجونو ښوونځیو نه په هرات کی لکه د “ملکی جلالی٫ محجوبه هروی٫ باغ نظر ګاه٫ امیر علی شیر نوائی٫ میرمن حیاتی٫ فتح٫ هاتفی٫ حوض کرباس او ګوهر شاد بیګم”  نه یی د دغه ټکنالوجی سره چی انترنټ دی٫ آشنا کړی دی.



چی زده کونکی ته یی هر یو ښوونځی کی بیل بیل د کامپیوټر پایی او انترنټ کمک کړی دی. چی زده کونکی ته یی د اجتماعی رسانو٫ کامپیوټر او انترنټ درس ورکوی. او د دغه ټکنالوجی راتللو سره د افغانستان ښځی د ډیرو پرمختکونو سره مخامخ شوی دی. او هم د مقاله لیکلو٫ فلم نامه لیکلو او سناریو لیکلو درس٬ زده کونکو ته ورکول کیږی. چی د افغانستان ښځی د دغه لاری پیسی لاسته راوړی. او هغه ښځی چی نشی کولی د کور نه د باندی کار وکړی٫ او یا هم کورنۍ هغوی ته اجازه د کار کولو نه ورکوی٫ هم کولی شی د دغه لاری په خپل کور کی کار وکړی او پیسی لاسته راوړی.



او زده کونکی هم د افغان سیتادل او انکس فلم دغه ابتکاراتو نه په افغانستان- هرات کی ډیر خوشاله دی. او د دوی نه ډیره مننه کوی. چی دوی یی د بی کچه مجازی نړی سره وصل کړی دی. او خپله کورنۍ د دغه لاری له طریقه حمایت کوی. او دوی د دغه ډول کارونو تداوم د پرمختک په لور هیوادونو کی په خاصه توکه په افغانستان کی غوښتونکی دی.


لیکونکی: عنایت الله مایار


 



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160