سواد، په هېواد کې سوله راولي

Posted on at


              د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې بې سوادي او نالوستي په افغانستان کې د جګړو له اصلي لاملونو څخه ده.

 

            د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان بې سوادي د جګړې او له دولت سره د مخالفینو د اختلافاتو اصلي لامل بولي او وايي، که ټول هېوادوال لوستي وي، هېڅکله هم دا ډول جنګ جګړو ته نه مخه کوي.

دی ټینګار کوي، چې باید هڅه وشي، چې د ټولنې ټول وګړي باسواده او لوستي شي.

پوهنې وزارت د دغه کار لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي یې؛ خو موخې ته د رسېدلو لپاره ناامني د دوی پر وړاندې ستره ننګونه ده.

 

          ښاغلی ایمان وايي، چې د هېواد په ناامنو ولایتونو کې د سواد زده کړې د مرکزونو جوړول او دغو مرکزونو ته د خلکو تګ راتګ ډېر ستونزمن دي؛ ځکه هېڅوک هم په داسې ناامنه چاپېریال کې چمتو نه دي، چې خپل مور او پلار د سواد زده کړې مرکز ته ولېږي.

 

          خو پولیس سرتېري د خپلو دندو په ترسره کولو سره، په تېره د شپې او ورځې په ګزمو سره کولای شي، دا ډول خلکو ته د امنیت او ډاډمنې فضا احساس ورکړي، ترڅو هغوی په ډېره آسانۍ سره لیک او لوست زده کړي.

تجربو ښودلې، چې که څه هم په دغو ګزمو کې تل مرګ ژوبله اړوي؛ خو پولیس سرتېرو بیا هم په ډېره زړورتیا سره خپلې دندې سرته رسولې دي.

 

 



About the author

ahmad-frogh-waris

graduated from Ghulam Hadir khan high school in 2008, have Bachelor degree in BCS (bachelor in computer science) 2014/3/14 working in a construction company as an IT assistant & admin assistant and a blogger in filmannex.

Subscribe 0
160