دنیکمرغۍ لار

Posted on at


      


له شک پرته په اوسنی وخت کې له دومره پرمختګونوسره ژوند ګران دی، انسان نورو ځواکونو ته هم ضرورت لري چې د ژوند په پیچومو کې ورک نه شی، نو پردې بنسټ د ژوند تر ټولو ضروري لار سړه سینه ده،په هر عصر کې سړه سینه له ممتازو انسانی صفاتو څخه شیمرل کیږي، خو نن له هغه پرته ژوند امکان نه لري، هغه کسان چې دغه روحیه ونه لری اوس یا وروسته د ژوند تعادل له لاسه ورکوي


    


امرسن وایی: نورهغه  کس دی چې د ژوند په غوغاکې خپله آرامتیا وساتی، که د بیچارګی پروخت وکړای شو خواشینې نه کړو، کولای شو دبد مرغۍ پر مهال هم نیکمرغه واوسوهغه څوک چې ژر خواشینی کیږي، ډیر ژر د زغم اعتدال له لاسه ورکوي، که وغواړي چې خپل اعصاب کنترول کړي او تلپاتې عقلی توازن لاسته راوړي، اړدي، چې سړه سینه ولري


      


لکه څنګه چې دانسانانو بڼې یو له بله توپیر لری، هماغسی یې روحیات هم سره متفاوت دي. ځینې کسان سور رنګ لری او لنډ دي، ځینې کسان ځانګړی بڼه  لري،.ځینې سپین اوجګ دي، همدغسې انسانی روحیات ، تو کمیزه(نژاد) څیړنه دا په ډاګه کوي چې د ژوند لپاره سیمی، پر روحی کیفیتونو ژ‎ور اغېز لري. ځینی کسان د ژوند د چاپېریال د غوښتنو له مخې زیات غوسه ناک دي، که کوم بهیر له خپل غوښتنې سره مخالف وویني، نو له خپله حده پښه اوړوي، د تنی او غاړی رګونه یې پرسیږي، د ستر ګو کاسې بې له وینو ډکیږی، عضلات یې سره راټولیږی، خطرناک او غیر ارادی حرکتونه ترې تر سره کیږی


        


دغه ډول کسان د ډیرو وړو پیښو په وړاندې ډير توند غبر ګون ښیي، خپل ژوند په خپله تریخوی، خو بیا هم ځینې کسان موندل کیږی چې سړه سینه یې د حیرانی وړ وی، اروایې اوچته مسایل ورته واړه ښکاري، د دوی د اروا عظمت دومره پراخ وي چې همڅوک په وړو کارونو ری نه وهي! همداراز د ژوند په سترو ستونزو او سختیو کې هم زغم له لاسه نه ورکوي، که د غوسې نښې په کې څرګندې شي، له عقلاني حدود  او اعتدال څخه تیری نه کوی. ددغو دوه ډوله خلکو ترمنځ په زرګونو ډوله روحیې شته


 


 



About the author

160