د وخت ارزښت

Posted on at


 

 

وخت دالله جل جلاله د سترو نعمتونو څخه یو ډیر ارزښتمند نعمت دی چی هیڅ انسان یی د ارزښت څخه سترګی نشی پټولیی او ټول انسانان یی د ارزښت په هکله سره موافق دی په حقیقت کی ټول انسانان دیو عمل د ترسره کولو لپاره دری مهمو عناصرو ته اړتیا لری چی عبارت دی له وسائل وړتیا اووخت څخه انسان وخت ته اړدی چی کار وکړی زدکړه وکړی استراحت وکړی او خپل ورزنی ټول اعمال په سمه توګه ترسره کړی.

 په قران کریم الله جل جلاله د وخت په معینو اجزاو باندی قسم کوي لکه (والعصر. والفجر ولیال عشر . واللیل إذا یغشی والنهار إذا تجلی ) او همداسی نور ډیر آیبونه د قرآن د مفسرینو ترمنځ دا مشهوره ده چی په کوم شی باندی الله قسم یاد کړی  دا دهغه شی ارزښت بیانوی او الله جل جلاله په دی سره د خپلو بندګانو پاملرنه هغه شی ته راګرځوی او د هغه په ډیرګټورتوب دلالت کوی

او په همدی ډول په ډیرو نبوی احادیثو کی د وخت په ارزښت ټنګار شوی دی چی رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایی دقیامت په ورځ به یو انسان قدم نه شی اخیستلای چی تر څو دڅلوو خصلتونو پوښتنه ورځنی ونشی چی دوه یی دهغو څخه د وخت په باب دی چی هغه څلور خلصتونه په لاندی ډول دی : اول داچی عمریی په څه شی کی تیرکړی او دوم داچی ځوانی یی په څه شی کی تیره کړی او دریم داچی مال یی د کومه ځای لاس ته راوړۍ او په کوم شی کی یی مصرف کړی .او همدارنګه حسن بصری رحمة الله علیه وایی چی اي د الله بنده ته د ورځو یو مجموعه یی نوچی کله یو ورځ تیریږی پرتا باندی نو ستا دوجود یوه برخه ځی.اوله بلی خوا د یونان مشهور فیلسوف ارسطو ویلی (وخت یو الهی امانت دی هغه ضایع کول خیانت او بربادی ده

نو هر شخص چی غواړی خپل ټول کارونه په سمه توګه ترسره کړی او همیشه بریالی ووسی نو لازم ده  چی خپل وخت توجه وکړی او خپل ورځنی ټولو کارونو ته مهالویش ولری او هغه کارونه چی ډیرمهم دی پر هغه کارونو چی مهم دی لمړیتوب ورکړی او دیو منظم مهالویش سره سم خپل ټول اعمال ترسره کړی

نصیراحمد                   



160