څوک ملامت دي ؟

Posted on at




:لومړۍ برخه


پرله پسی څوکلنی جکړی چی له مونږ څخه یی ډیر څه واخیستل هیواد یی په کنډوالو رابدل کړ ښونځی مو وسوځیدل ځنګلونه موقطع شول سرکونه مو په بمونو والوتل پلونه مو راونړول شول کورونه اودولتی ودانۍ په تشو نیمه ولاړو دیوالونو واوښتی دزیتونو باغونه مووچ شول ځمکی یی دزورواکو اوبی وجدانو خلکوپه واسطه چور شوی.



دانګورو باغونه ته اورونه ورته کړل پستو جلغوزو اونوری ونی مو له بیخی وویستل شوی کانونه مو چی یوه ملی شتمنی بلل کیږی  شخصی شول اودزورواکو له خوا په غیر قانونی ډول سره وکیندل شول قیمتی غمي اولالونه یی په نورو وپلورل شول .



ملي وحدت یی له منځه یوړ ملت یی په قومونو وویشه دورونوقومونو ترمنځ یی چي له میرویس نیکه اواحمدشاه باباراهیسی یی دورونو  په څیر ژوندکړی وه ډول ډول مسایل ،قومي ،ژبني ،سمتي،مذهبي اوداسی نورمسایل راپیداکړل .


خپل دوست اودښمن موونه پیژانده هیڅ دایمي ملګري موچی په غم کی له مونږسره شریک شي پیدانه کړل هغوی چی ځان به یی له ټولو څخه نږدی ملګري راپیژاندل له ټولو څخه ستر دښمنان مو وه .


پردي فرهنګونه مو لکه سیلاب داسی په هیواد راغلل حتی تاثیر یی دومره ډیر وه چی خپل فرهنګ مو له یاده وویسته چی اوس نه شو کولای یو له بل څخه جداکړو.


 


 


هغه پنځه زره کلن تاریخ چی مونږ به پری همیش ویاړ کاوه اوس دیوی افسانی شکل غوره کړی ده اوبی له دی چی تنها دکتاب پرپاڼو لیکل شوی پاتی شي نور تری کومه ګټه وانه خیستل شوه.


 یعنی زمونږ هیڅ مشر هغه مطالعه نه کړ ترڅو پوه شی چی زه څوک وم په څه وم اوولی وم چی بیا کولای شی پیداکړي  چی اوس څوک یم ولی یم ،اوبیرته څنګه کولای شم چی دپخوا په څیرشم .


سره ددی چی ځینی مشرانو په خارج کی پرمختللی زده کړی وکړی خو دخپل هیواد دکلتور اوفرهنګ څخه ډیر لری پاتی شول همداسبب شو چی دډیری پوهی سره سره بیاهم په دی ونه توانیدل چی خپل دردیدلي ملت ته کوم دخیر کاروکړي .


ځینی مشران موچی په داخل کی وه هغه بیا د جکړو اوبدبختیو دلاسه دی حالت ته ورسیدل چی یا ورته داوخت پیدانه شو چی خپل تاریخ مطالعه کړی اویا یی خپله ونه غوښتل چی ویی لولي اوځان پری پوی کړي.



 


جکړی رانه په میلونهاو انسانان واخیستل ،په میلونهاو ځوانان ،ماشومان ښځی ،بوډاګان ترخاورولاندی کړل ډیر میندی یی کونډی کړی ډير ماشومان یی یتیمان کړل اوډیری کورنۍ یی دخپلوورکو غړو دپیداکیدو په طمعه کینولی،چی ان لاتراوسه هم په دی تمه شپی اوورځی سباکوي چی یوه ورځ به یی زامن راشي .


.....ادامه لري


لیکوال :عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160