څوک ملامت دي ؟

Posted on at


دوهمه برخه 


په میلونهاو نورمو مهاجر شول چی لاتراوسه هم په مهاجرت کی دوطن په ارمان کی دي . 


 



 انسانان خولاڅه چی حتی څاروي یی هم په امان کی پاتی نه شول اودانسانانو دجکړوښکارشول هغه متل چی وایی (دوه غوایی چی ښکر په ښکر شي نوزیان یی بوټو اووښو ته رسیږي )خودلته دامتل په بل شکل واوښت اوداسی به تکراریده چی انسانان سره پنجه په په پنجه شی نو زیان یی هر هغه څیز ته چی په طبیعت کی وجود لري رسیږي چی دا په ثبوت هم ورسیده .


 


 


 


دهیواد معدنونه لکه بی خاونده باغ داسی دهرچالاسونه ته ورولویدل هغوی پری قبضه وکړه په خپله خوښه یی راوکیندل ملی شتمنۍ لوټ شوی لرغوني اثارچی دیوه هیوا دهویت او تاریخ نښان وی وپلورل شول ځینی یی مات شول اوځینی یی داسی نادرکه شول چی تراوسه هیڅ درک ونه شو. 


 


 


ځنګلونه چی ډیر د اهمیت وړدي ډیره برخه یی له منځه ولاړه اولا دله منځه ځي دکرهڼی اواوبولګونی وزارت دراپور په اساس دافغانستان نږدی پنځوس په سلوکی ځنګلونه له منځه تللی اودالړۍ لااوس هم ادامه لري .


افغانستان نږدی یواعشاریه اوه میلونه هکتاره ځمکه ځنګلونو نیولی وه خو اوس دا اندازه ۷۵۰زره هکتاروته راښکته شوی ده چی دا پخپله دوچکالي سبب ګرځي اوهغه شنه اوطبیعی ښکلاچی موغرونولرله له لاسه ورکړه دمرغیو کورونه وران شول اولکه دنوروپه شان دوی له خپل وطن څخه مسافری شوی.


 


چینی مووچی شوی ګودرموړنګ شو اوچنارونه یی قطع شول  چی یو شاعر داویر په خپل شعر کی داسی راوړی ده


مارغان دراشی زمونږلپوک دځالی کړی جوړی


غرمونښترکلی موچنار نه لری


  


فن اوادب مو هم دجکړوترتاثیر لاندی راغی چی ژبی اومحتواء یی تغیروکړ شاعرانوچی همیش به یی ښکلا اوطبیعت ستایه نورنو دجکړوپه ستایلو او غندلو په سر شول .


مخدره توکو په تولید کی مولومړی مقام ترلاسه کړ چی ډیر بد نوم دی سره ددی چی دعوه کوو چی زمونږ یو اسلامي هیواددی  خو بیاهم مونږ په فساد او رشوت کی چی داسلام په مبارک دین کی تری منع شوی ده مخکښ هیواد دی.


 


 


په میلونهاوهکتاره ځمکه غضب شوه اوهره ورځ په زرهاوجریبه نوره لاهم غضبیږي .


خوپوښتنه داده چی دلته څوک ملامت دي جکړه اویاهغه خلک چی جکړه یی کړي ده؟


واضح ده چی جکړه داسی کوم شی نده چی هغه ژوندی وي اولکه دنورو ژوندیو په څیر حرکت ولري بلکی یو کرغیړن نوم دی اوجکړه دانسانانو په وسیله رامنځته کیږي جکړه داسمان څخه نه راوریږي ،بلکی همداانسانان دي دمختلفو موخولپاره جکړه کوي .


 


نونورمونږ باید ونه وایو چی جګړه ملامته ده بلکی بایدووایو چی انسان ملامت دی چی جکړه یی منځ ته راوړه


لیکوال :عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160