مصراو افغاني محصلین

Posted on at




مصر د شمیر له مخې د زیاتو خاریجي هیوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو په لرلو سره په نړۍ کې دریم مقام خپل کړی. ددې جملې څخه د مصرجمهوریت او افغانستان اړیکي خورا اوږده تاریخي سابقه لري  هر چارواکی چې راغلی خپلې اړیکې یې نوموړي هیواد سره ټینګي کړي  او غځولي. په وار سره افغانستان هم دمصر په سیاست کې یو دپام وړ هیواد بلل شوی. دغو اړیکو دافغانستان په پرمخ تګ کې یو رغنده رول لوبولی. یو ددغه ګټو څخه په مختلفو ډګرونو کې دمختلفو کادرونو روزل دي. دبېلګې په ډول د فوځ او پولیسو او قضایي چارو کارکوونکو روزل او افغاني ځوانانو ته دنوموړي هیواد په معتبره پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره تحصیلي بورسونه ورکول دي. لکه څنګه چې تاریخ روښانه کړی مصر دعلم زانګو بلل شوی او همدا مصریان و چې  په لمړي ځل په زرګونو کالونه پخوا بشر ته د لیک او لوست لارې او چارې وروپیژندلی. لیک یې منځ ته راوړ او دلیکلو لپاره قلم اختراع کړ په رنګینو رنګونو یې درسامۍ هنر منځ ته راوړ انجنیري او طب یې رامینځ ته کړل او داسې نور چې ددې ټولوداثبات لپاره تاریخي پاتې شوني وجود لري. دا هغه مهال و چې  امریکا نه وه کشف شوې اروپا دناپوهۍ په تیارو کې ډوبه وه جاپان او چین کې کې هم د پوهې لمر څرک نه و وهلی نو له همدې امله نېږدې دنړۍ دټولو هیوادونو څخه خلک مصر ته دعلم حاصلولو لپاره راتلل او راځي.


د الأزهر پوهنتون چې په نړۍ د ترټولو پخوانیو پوهنتونونو له جملې څخه دی دنړۍ تر ټولوغټه اسلامي مؤسسه هم دی. نوموړی پوهنتون دفاطمي امپراتورۍ په مهال په کال 970   کې په لمړي ډول مینځ ته راغلی. داسلامي زد کړو ترڅنګ دمختلفو علومو په بیلابېلو څانګو کې زده  کړه پکې کېږي. عربي اوانګلیسي دتدریس عمده ژبې دي . دافغاني محصلینو شمېر چې د۳۰۰ څخه اوړي ډیره برخه یې په نوموړي پوهنتون کې په مختلفو پوهنځیو کې په تحصیل کولو لګیا دي. پاتې یې دقاهري مرکزي اوعین الشمس پوهنتونونو کې په بیلابېلوڅانګواوپه بېلابېلومرحلو کې په زده کړو بوخت دي. او برسېره پردې یو شمیر بیا په خاصو پوهنتونو کې لکه د دول العربي او دمصر بین المللي پوهنتونونو کې خپلې زده کړی پرمخ وړي.


دالأزهر پوهنتون ته  هر کال د ۱۰۰ څخه زیات زده کوونکي دافغانستان دتعلیم اوتربیې او لوړو زده کړو وزراتونو له خوا ورپیژندل کیږي. او په تېرونېږدې کالونوکې په کابل کې ددواړو هیوادونو په زیاراو توافق سره په نوموړي پوهنتون پورې تړلی انسټیټیوټ پرانستل شوی چې دښوونې لارې چارې یې دمصري پرسونل له لارې سرته رسیږي. او دقاهرې او عین الشمس پوهنتونونو ته بیا هرکال ۱۲ کسان یواځې دلوړو زده کړو دوزارت له خوا ورپیژندل کیږي.


پدې ټولو پوهنتونونو کې افغاني محصلینو ته داوسېدو ځای  دری وخته ډوډۍ او هره میاشت جیبي مصرف ورکول کیږی. تراوسه په زرګونو محصلین په بیلابیلو برخو کې دنوموړو پوهنتونونو څخه فارغ او زمونږدخوږ هیواد په چوپړکې یې خپله کاري وړتیا ښودلی.


یادونه باید وشي چې دقاهرې پوهنتون   په داخل اوسېمه کې لومړی ځای خپل کړی او څو ځله  دنړۍ له غوره پوهنتونو په ليکه کې راغلی.


                                                                                                                     انجنیر شریف


 


       



About the author

sharifullahmuhabbat

Hi! My name is Sharifullah and I am a Civil Engineer.I went to Gov High school and Higher Secondary school in Pakistan then studied Civil Engineering at Cairo University.I like
writing, reading, surfing on the internet, and traveling.
I love my country and my people.

Subscribe 0
160