نجونو ته د پیغمبر (ص)پیغام

Posted on at


کله چې دجاهلیت د وخت عربو په خپلو غلطو باورونو سره د ښځې وجود دننګ وړ باله او آن تر دې چې هغوې یې ژوندۍ ښخولې په  دغسې یو ځای کې اسلام  c او هغه یې (ریحان) یعنې د ګلو یوه ښکلې ګيډۍ ونوموله .


 


دپغمبر ؛؛ص:‏؛؛ د ډیرو ښکلو کړو څخه یو هم ښځو او نجونو ته د شخصیت ورکول دي تر دی ځایه چې پیغبر ؛؛ص؛؛ فرمایې ستاسو ښه اولادونه ستاسو لورګانې دي او د نیکمرغې مور لومړنی اولاد به انجلۍ وي او کله چې به یی نبي ؛؛ص؛؛ ته د لور د پیدا کیدو زیری ورکاوه نو ډیر به خوشحاله شي او ویل به یې چې دا هغه ګل دي چې خدای ؛؛ج؛؛ روزی ورکوي اود هغه ساتنه  کوي نو داچې دې دواړو دنیا سردار په نجونو باندې ویاړي او په دوی باندې یې خوشحالۍ څرګنده کړې ده



نو نجونو په خپل ځان فخری وکړئ او دهغه نجونو له جملی څخه اووسۍ چې پیغمبر؛؛ص؛؛د هغوي په هکله فرمایې : باحجابه لورګانې اویا باحجابه نجونې څه ښه اولادونه دي له پلوله فرصتونه ته اشاره کوي چې له فرصتونو څخه ګټه واخلئ او پری نږدی چې فرصت له لاسه ورګړئ او ځوانۍ هم یو لوي یواو ژر تیریدونکی غنیمت دی اوستا لپاره هرګړۍ مرګ او ستنیدل شته چې حضرت محمد؛؛ص؛؛ فرمایې : دنیا یو ساعت ده او ژوند یوه لنډه شیبه ده .



دژوند شیبې په کلکه په پام کې ونیسئ او دځوانئ شیبئ او فرصت لاس ته راوړئ ځکه چې ځوانې هغه لویه سرمایه ده که چېرئ یې یوځلې له لاسه ورکړو نو بیا بیرته نه راګرځی ،ځواني د رحمت یو نسیم دی لکه چې پیغمبر ؛؛ص؛؛ فرمایې : د ژوند په اوږدو کې مو د رحمت نسیم چلیږي پاملرنه وکړئ او د هغه څخه ګټه پورته کړئ .



له بله پلوه د حیا ته اشاره کوو ، حیا دټولو ښکلاګانو سرچینه ده او دحیا په نشتوالې کې هیڅ ښکلي کار سرته رسیږي او نه هم هیڅ بد کار له منځه ځي.


حیا هماغه د حال بدلون او د ناوړو کړو څخه د ځان ساتنه ده .په ځانګړی توګه کله چې د انسان سره دا ویره وي چې یو څوک هغه ویني ، دخدای ؛ج؛؛ څخه ویره د حیا د رامنځته کیدو عامل دی .


رسول الله ؛؛ص؛؛ فرمایې : شرمیږئ نن له دې څخه چې خداي ؛؛ج؛؛ ستاسو د ټولو کارونو څخه خبر دی .


حیا د مسلمانې ښځې او نجلۍ ستره پانګه ده چې ثمره یې د دشهوت څخه ساتنه او د عفت ضمانت دی .   دشعیب ؛؛ع؛؛ دلور سره د موسی ؛؛ع؛؛ د چلند په اړه انګیرنه چې د هغې نجلۍ د لاری تګ هم د حیا سره یو ځای وو چې ستاسو لپاره الهام بښونکی دی .



بل هغه څه چې ډیر مهم دي زده کړه ده : تل د علم او زده کړی په لټه کې اوسی  ځکه خدای ؛؛ج؛؛ د هغه چا درجه لوړوي چې چې ایمان راوړي او دعلم د زده کړې لپاره زیار وګالې  دعلم  زده کړې څخه هیڅ کله مه ستړي کیږي او نه هم د هغه د خلاصیدو په فکر کې اوسي په دی اړه د پیغمبر؛؛ص؛؛ نصیحت په یاد ولری چې فرمایې:



هر هوښیارانسان ته ښایې چې دا څلور څیزه سرته ورسوي (دعلم اوریدل ،زده کول ، خپرول ، او هغه عمل کول ) په هرلوښې کې چې څه اچوي آخر ډکیږی خو د علم په کې چې څومره علم واچوي په هماغه اندازه یې ځای لویږي . پیغمبر؛؛ص؛؛ فرمایې : دانصارو ښځې ښې ښځې دې ځکه شرم هیڅکله د دین په اړه په زده کړه کې هغوی خنډ نه ګرځې ،



خپلو میندو او پلارونو قدر وکړئ: دخپلو میندو او پلارونو احترام او دهغوي سره ښه چلند وکړي ، نیکمرغه هغه خلک دي چې میندو او پلارونو سره نیکی کوی .


یو چا د حضرت محمد؛؛ص؛؛ څخه د ډیرو ښو کارونو په هکله پوښتنه وکړه (هغه لومړی په خپل وخت لمانځه  د ادا کولو او له هغه وروسته یې د مور او پلار سره د ښه چلند کولو یادونه وکړه .



یو ورځ پیغمبر ؛؛ص؛؛ رضاعی خور هغه ته راغله رسول الله ؛؛ص؛؛ د هغې په لیدلو ډیر خوښ شو خپل څادر یې خپور کړ او هغه یې پری کښینوله وروسته هغې ته مخامخ کښیناست او خبری یې ورسره وکړې او هغې ته موسکی شو خور یې ولاړه او ورور یې راغی له هغه سره داسې چلند ونه کړ نوهغه حضورته چا عرض وکړ، دهغه خورسره دې ښه چلند وکړ او دې ورور سره دې هغسې ونه کړ ، نو ویې فرمایل :هغی د خپلې مور سره د خپل ورور په پرتله ښه چلند درلود.


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل



About the author

160