د انکس فلم تارنمای غړی کیدل یوه عالی موضوع ده٬ ځکه چی ډیره ښه وختونه دغه تارنما د خپلو لیکونکو او فلم جوړونکو پرمختک لپاره فراهم کوی.
د هغه وخت نه می چی کار په انکس فلم تارنما کی پیل کړلو٫ ډیر شیان می زده کړل. په لومړیو کی ښه فلم جوړونکی نه وم٬ مګر د انکس فلم سره می لازمه اعتماد لاسته راوړلو. د بلاګ لیکلو برخه کی ډیر ضعیفه وم٬ مګر اوس خپل ځان می ډیر مظمئنه فکر کوم.
د یو فلم جوړولو لپاره د افغانستان بزکشی ملی لوبی په اړه د ورور سره می چی د ناتو شبکی خبرنګار دی پنجشیر ته ولاړلو٫ او کله چی شبکی ته می واچولو د ډیرو له خوا نه قدر او تشویق شولو.
دغو ماته ډیر اعتماد راګړلو او اوس غواړم چی کار می د یو حرفه ای فلم جوړونکی په توکه پیل کړم. دوېم فلم می د لومړنی تجربی نه می ښه وو. دوېم فلم می د افغانستان موسیقی انستیوت په اړه دی.
دغه فلم زما د ملګرو او ننداره کونکو له خوا نه ډیر تشویق شولو.
درېم فلم می چی په انکس فلم کی می واچولو د افغانستان سنتی ګډیدلو په اړه یعنی اتن دی. دغه فلم می د بزګر ورځی کی په بادام باغ کی می ونیولو. دغه ماته یوه ښه تجربه وه.
اوس د راتلونکی پروګرام باندی می بوخت یم چی یو فلم د کابل ښار په اړه دی. ډیر سخت دی چی د کابل ټولی برخی په یو فلم کی راوړم٬ مګر زه دوه تیره ورځ د ټولو تجهیزاتو سره می د ښار متفاوتو ځایونو ته ولاړم او د خپل فلم لپاره می انځور او ویډیو ونیوله. ډیر ژه به خپل فلم به می په انکس فلم تارنما کی کښښدم.
ستاسو د نظرو منتظره نورو کارونو ته می یمه.