لیلا کورمن لوبغاړه د غوره اتلانو نظرونو په اړه د افغانستان ماشومانو لپاره په ښوونځیو کی

Posted on at

This post is also available in:

لیلا کورمن (Leela Corman) نقاشی٬ د چاپ هنر او فلم برداری یی د ماسیچوست (Massachusetts)  هنرو پوهنتون کی زده کړی ده. په لاندی کی د هغو مرکه د افغانستان ښوونځیو غوره اتلانو په اړه وکوری.

انکس فلم: کولی شی په خلاصه توکه د خپل ځان په اړه ووایی؟

کورمن: زه یو فلم بردار٬ کارتون جوړونکی او رقاصه یم٬ په نیویورک کی لویه شوی یم او اوس په ګینسوایل (Gainesville) ٬ فلوریدا کی چیرته چی د میړه هنر کارګاه می قراره ده ژوند کوم. زه رسامی کوم٬ رقص او تصویر جوړول درس ورکوم.

انکس فلم: چا تاسو یی د هنر عرصه کی الهام درکړی دی؟ آیا د خپل هنر نه مو د پیغام رسولو لپاره استفاده کړی دی؟ که هو٬ دا پیغام مو څه دی؟ 



کورمن: الهام یو لوی سمندر دی. ځینی وختونه تاسو نه پوهیږی چی څه او پر چا باندی تاثیرګذاری لری. ځینی وختونه تاسو کارونه کړی مګر نفوس یی لیدل کیږی نه. ما د آرچی کومکز (Archie Comics) نه ډیر الهام نیولی دی. د پدرو المودور (Pedro) او فتیح اکین فلمونو٬ د منځنیو پیړیو پرمختکه انځورونه او طراحی ګانی٬ موسیقی دانانو لکه براین انو(Eno) , نیکو کیس(Neko Case), رولند اس(Rowland S) , او اینستورزند (Einsturzende)٬ د رادیو مجری او لیکونکی٬ جو فرانک (Joe Frank) ٬ قصه لیکونکی٬ اساک بیشویس (Isaac ) لوستونکی٬ او د ټولو نه مهمتره د شلم پیړی لومړیو هنر جریان٬ او په خاصه توکه د بوهاس (Bauhaus) او دادایستو (Dadaists) حرکتونو ماته یی الهام راکړلو. د ټولو نه ډير نیو ساچلچکت (Neue Sachlickkeit) نه یو آلمانی نقاش٫ اتو دکس(Otto Dix), کرستین سشاد(Schad), جورج گروسز(George), مکس بکمن (Hernandez) او نور٬ چی ما ته الهام راکونکی وو. د یو کمید کار په توکه٬ ډیر لوی الهام نیول می د هرناندز(Hernandez), لیندا باری(Lynda), را کومکز(Raw) او  باندس دیسنیس(Bandes Dessiness) ورورونو نه وو. او د رقص برخه کی ډیر لویه تاثیر ګذاری می د سپین او تور مصری فلمونو نه د ۴۰ او ۵۰ پیړی نه او د رقص لوی طراح محمود ریدا (Mahmood Reda) او زما مینه په موسیقی کی یی وه. او په ټول ژوند او کار کی می د خلکو فرهنګونو نه چی د یو بل سره یوځای شوی دی ماته یی الهام راکړی دی. 

د ۲۰۱۳ کال متاعو او انبارو نقاشی

هر یو هغه پیغام چی په کار می اوسی٬ ډير ښکاره دی. په انترزاکن (unterzakhn) کی می د ډیر بد نتایج مخ نیونی د ښځو موثرو ګزینو په اړه خبرو ته می پیل کړلو. زه ډیر جګره کونکی انسان نه یم. زه یو انسان ګرا یم او زما کارونه د انسان ګرایی آشفته واقعیتو په اړه دی.

انکس فلم: آیا تر اوسه د غوره اتل کیدلو هیله مو په ماشومتوب کی لیدلی ده؟ غوره اتل ستا په نظر باندی څرنکه ښایی؟

کورمن: په ماشومتوب کی می د یوی جګړه کونکی ښځی هیله درلودله. د هغه ځای نه چی ما په یو آپارتمان کی په منهتن (Manhattan) کی ژوند کولو٫ دغه یو ډول ساده وو. اوس وروسته د دوو ماشومانو نه او روحی ستونزو نه٫ غواړم چی جسمی واکمنی ته می پرمختک ورکړم٫ په دغه صورت کی اوس زما نظر د یوی غوره اتل ښځي په توکه د واقعی عضلاتو سره ډیره لویه هیله ده. د هغه ښځو لپاره چی په سازمانو کی کار کوی د (WW2) پیښی د طیارو په هوا کولو جریان کی٬ ورسره مینه واله شوم. ښځی د مجسمو تراشلولو کی ډيره واکمنی٬ قدرتمندی٬ د قوی مټو سره او د ښه متنفذو سترګو سره  بریښدلی دی.

.مګر په واقعیت کی ووایم چی کمیدی اتلانو سره مینه نه لرم او هیڅکله می خوښ نه درلودل 

انکس فلم: څرنکه فکر کوی چی ماشومان کولی شی چی خپل غوره اتلان جوړ کړی٬ څرنکه چی دارنکه لوی شوی نه دی؟

کورمن: دغه یو عالی پوښتنه ده. د دی لپاره چی ستاسو دغه پوښتنی ته ښه ځواب درکړم باید د افغانستان فرهنګ په اړه ډير پوه شم. یو غوره اتل یوه ایده آل څيره ده چی فرهنګی ارزښتونه نمایان کوی. په دغه صورت کی کوم ارزښتونه په افغانستان کی ورته احترام نیول کیږیۍ لکه باستانی تاریخ غوندی چی ډیر ارزښناکه دی. زما په نظر باندی د افغانستان خلک آمریکا خلکو نه ډیر سخت ګیره او قویتره دی. زما په نظر باندی کولی شی دغه پوښتنی ته زما ښه ځواب ورکړی. ستاسو په نظر باندی د افغانستان خلک ډیر ښه او عمیقه ارزښتونه کوم دی؟

د افغانستان نجونو د خپلو غوره اتلانو رسم کولو په حال کی دی. 

انکس فلم: د غوره اتلانو په اړه٫ د زده کونکو او ماشومانو د الګو په توکه د پرمختک په لور هیوادونو کی څه فکر کوی؟ 

کورمن: دغه یوه ښه پوښتنه وه په دا دلیل باندی چی ۱) د ښی ښځی شخصیتونه ډیر کم دی ۲) هره یوه ښځه شخصیته چی شته ده معمولا د یو نر شخصیت باندی نجات ورکول کیږی. ماشومان غوره اتلانو سره مینه لری او د زړه کومی نه هغو ته ځواب ورکوی. مګر یو ځلی بیا٬ ځکه چی ما کمیدی غوره اتلان مطالعه کړی نه دی٬ نه پوهیږم چی فایده یی ماشومانو ته څه ده. په آمریکا کی غوره اتلانو کمیدی د مابینځ عمرو نرانو لپاره جوړ شوی دی. زما په نظر باندی ماشومان د پرمختک په لور هیوادونو کی٫ لکه د هر ځای ماشومانو  غوندی د عدالت لوی حس لری. یو ښه اتل چی دوی غواړی هغو ته ځواب ورکړی ممکنه دی هغه څوک اوسی چی عدالت لپاره ودریږی او د ضعیفه او ستونزه لیدلو خلک نه ساتنه وکړی. کله چی موږ دلته د خیال اچولو په فکر کی یو٫ زه په شخصی توکه غواړم یو هغه ډول غوره اتل ووینم چی بی پیلوټه طیاره خلع سلاح کړی٬ هسته ای بمبونه خنثا کړی٬ او چټلی ورک کړی او د نجونو او ښځو نه د هغه په مقابل کی چی د دوی د لاره مانع کیږی ساتنه وکړی. غواړم چی دغه غوره اتل یوه ښځه اوسی. څرنکه چی کوریی زه یوه آرمانګرا یم. 

فرشته فروغ

زما د انکس بلاګونو او انکس ښځی پاڼي سره یوځای شی ترڅو چی زما نورو مقالی د لاس نه ورنکړی.

څرنکه خپل ځواب مو د غوره اتلانو او د هغو نقش د ښوونځيو زده کونکو لپاره٬ په اړه راکوی؟

خپل نظرونه زموږ سره یوځای کړی:)



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160