استاد الفت د افغاني ادب ځلانده ستوری دوهم برخه .

Posted on at


پاتی برخه یی ..


ما ته دغه کورنی دود او دستور ډېر ښه ښکاري او له خدايه غواړم، چې دا رواج عام شي. په دې پوهيږم چې په هر کاله کې همدغه حال دی او په هره کورنۍ کې کو چنيان په لويانو زورور او زړور دي.


د ګبر او ترسا په کاله کې هم د کوچنيانو زور چليږي او جوړ د ناجوړ په مخکې منډې وهي، مګر چې له کورونو نه دباندې وګورو، نو بيا قوي پر ضعيف مسلط دی. د دنيا طبيعي قانون همدغه دی، چې غټان او لويان به په وړو او بېوزلو سوک او څپېړه پورته کوي او د قوت خاوند به هيڅ تحمل او حوصله نلري.



د دغه ظالمانه قانون د ماتولو لپاره، چې پاک خدای څه شی پيدا کړي هغه مينه او عاطفه ده.


د مينې او محبت په نړۍ کې ضعيف او کوچنی د لوی او قوي تر څپېړو لاندې نه دی، بلکې کوچنيان په لويانو حکومت کوي او د وړو پادشاهي ده.


مونږ ښځه عاجزه بولو، مګر مينې او محبت ډېر زورور او پياوړي د دوی د خوښې او رضا تابع کړي دي.



څنګه چې په زړه زمانه کې دېوان د ښاپېريو تابع وو اوس هم د قوت او قدرت خاوندان د دغه ضعيف او لطيف جنس په مقابل کې ډېر ضعيف معلوميږي.


که عشق او مينه په مينځ کې نه وي، نو د دېو او ښاپېرۍ زور هيڅکله هم برابر نه دی او يو ماشوم هيڅ وخت د سپين ږيرو په ږيره لوبې نشي کولای او نه د مشرانو پر اوږو سپريدلی شي.


يوه ورځ يو ماشوم يو غټ سړی له لمنې ټينګ نيولی وو او کاله ته يې په زوره بيوه هغه خپله لمن د ده له لاسه خلاصه نه کړی شوه، که څه هم د ده زور او د هغه زور برابر نه وو، د ماشوم مينې او محبت د ماشوم په پنجو کې دغه قوت ايښی وو، چې يو لوی سړی يې ځان پسې راښکوده او هغه هم ورڅخه ځان نشو خلاصولی.



که څوک په دنيا کې د صلح او سلام غوښتونکي دي ، نو قوت او قدرت هماغه د پخوا زمانې دېو دی او مينه هماغه  ښاپېرۍ ده، چې ديوان يې د فرمان لاندې وو.


که د مينې او عاطفې ماشوم د هر څنګه لوی سړي ګرېوان ته لاس واچوي يا يې لمن ټينګه ونيسي څوک ترينه ځان نشي خلاصولی، ځکه چې دا قوت په ټولو قوتونو زورور دی.


زه مينه او عاطفه د زور او قوت په مقابل کې، ځکه ماشوم بولم چې زور او قوت ډېر پخوا پيدا شوي دي او انساني عاطفه، انساني رحم او شفقت وروسته پيداشوي دي، يعنې هماغه شان چې فرعون له موسی نه دمخه دنيا ته راغی، حيواني غرايز هم له انساني عواطفو ډېر پخواني دي او د عمر په لحاظ عواطفو ته کوچنيان ويلی شو، مګر دغو کوچنيانو ته پاک خدای هغه قوت ورکړی دی، چې فرعونيان ترينه په خوب کې هم وېريږي او بد بد خوبونه ويني.



که څوک په دنيا کې د صلح او سلام غوښتونکي دي او غواړي، چې د ناروا او ظلم مخه ونيسي، نو يوه داسې اختراع په کار ده، چې د عشق او مينې له عنصر نه پکې کار واخيستل شي.


دا اختراع د دماغ کار نه دی د زړه کار دی او د زړه توجه ته ضرورت لري. په دې باب کې ساينس او تخنيک ته رجوع نه ده په کار دا افتخار که هر وخت دنيا ته حاصليږي، نو د شعر او ادب په لمن کې به وي او د زړونو په مملکت کې به پيدا شي


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل .



About the author

160