د تولید درې مرحلی او پندونه ستاسو د لڼډو فلمونه جوړولو په اړه٬ د مارک کاکزویسکی سره

Posted on at

This post is also available in:

د ننی بلاګ کی می غواړم د تولید مراحلو په اړه٫ یو کتنه واچوم او یو شمیر د دغه مرحلو نه د پروګرام اچولو او د لڼډ فلم جوړولو په وخت کی په ډیره ساده توکه یی معرفی کړم. د تولید شاته درۍ مرحلی٫ تولید وروسته د تولید نه به یی بررسی کړم. پس باید پیل یی کړو.

مخته د تولید نه: هغه کارونه چی د یو خاص فلم تولید او یا انتشاراتی پروګرام مخته د کامله تولید په اړه پیل کیږی. 

نظریه: لومړۍ نظریه هغه شی ده چی ورته اړتیا لری. دغه ښه عادت دی کله چی یوه نظریه ستاسو په فکر کی راځی ثبت یی کړی. کولی شی په دغه توکه باندی د نظریو یو ښه کتاب جوړ کړی او ټول نظرونه په کی ثبت کړی. ممکن دی چی د خپل نظرونو لپاره رسم وکشوی٫ او یا هم د الهام ګیری لپاره٬ هغه کوم شیانو ته نسبت ورکړی.

زه خپل غږ د نظر په اړه په خپله ګوشی کی می ثبت کومه او ځینی وختونه که زما په لاس کی قلم اوسی٫ هغه لیکم. په هر ډول د خپلو نظرونو مجموغه ثبت کومه. سم لاسی نشو کولی یوه نظریه جوړه کړو٫ مګر کله چی وخت یی راورسیږی هغو ته ورکرځی.

فلم نامه – د موضوع ګانو خلاصه د کاغذ باندی دی. فلم نامه لوستونکی قانع کوی٬ اساسی نظریه او د شخصیتو او ځاینو ممکنه معرفی بیان کوی. که زما مختنی مقاله مو لوستلی وی٬ او په هغو کی می فلم نامه لیکلو په اړه ویلی دی او د خپلو یو لڼډو فلمو نه په نامه د (چمتو یی او یا که نه) نمونه راوړی ده.

قیافه پیژندنه – قیافه پیژندنه د یو بل سره د انځورونو یوه مجموعه ده او ستاسو د فلم احساس ننداره کونکو ته ورکوی. دغه کولی شی د نیول شویو انځورونو مجموعه او یا د بل فلمونو انځورونه اوسی٫ هر کوم شی چی ستاسو په باور باندی کولی شی ستاسو د فلم احساس ننداره کوکی ته وروښایی.

سرلیک – اوس تاسو یوه نظریه لری چی یو وخت هغه سرلیک ته موبدله کیږی. سرلیکونه مشخصه ساختار لری چی د لیکلو په وخت کی باید د هغو نه پیروی وکړو. کولی شی د هغه پروګرامونه کار واخلی چی وکولی شی د دغه په اړه کمک کړی او آخرینه نسخه د دغه صنعت معیارونو پر اساس باندی ده. د ادوبی استوری (Adobe Story) پروګرام سره که غړی شی او په وړیا توکه دی. او هم ممکن دی چی نور وړیا پروګرامونه هم اوسی٬ او کارایی محدوده دی. سلتکس (Celtex) یو ښه پروګرام دی چی وړیا دی او زما په فکر باندی فقط کولی شی هغه د فلم جوړولو نورو شیانو سره لاسته راوړی.

د قصو انځورونه – د قصو انځورونه هغه رسمونه دی چی د صحنو او فلم اخیستلو زاویو نه جوړیږی. زه د فلمو صحنو رسامی ته ښه نه یم٬ په دغه صورت باندی د رسامی ډیر مختنی روش نه کار اخلم. صحنی په ډیره چټکه باندی ساختار بندی کومه یی. دوی ما کمک کوی ترڅو چی د هغه صحنو په اړه چی غواړمه تر نه فلم واخلم فکر وکړم. وروسته د هغو صحنو نه انځور اخلم او هغه د قصی انځورونو آخرینه مجموعی ته په کار یی وړم.

د صحنو لست – د صحنو لست د انځورونو هغه مجموعی دی چی جزئیات یی په یو لست کی لیکل شوی دی. او په دغه لست کی باید هر ‌ډول معلومات لکه د صحنی شمیر٬ جزئیاتو٬ ځای٬ لوبغاړو او هر کوم نور معلومات چی فکر کوی ضروری وی٫ اوسی. دغه لست تاسو کمک کوی ترڅو چی کولی شی کارامده ترینه لاری د فلم اخیستلو لپاره په کار یی اچوی او په ترتیب باندی فلم اخیستل مو مخته بوځی.

کاری نقشه – د کار نقشه د فلم اخیستلو مجموعی ته دغه وخت ورکوی چی د فلم اخیستلو ځای یی وټاکی. او هم د رڼا اچولو او شخصیتونه حرکت پروګرام ستاسو ته فراهم کوی. زه دغه پروګرام د (څلور الف) پروګرام سره په کار اخلم٫ او وروسته د جګ ځای نه د لوبغاړو حرکت٬ د فلم اخیستلو کامره او د رڼا تظیمات ګورمه.

کار کوونکی – د زړه پوری کارمندانو ټاکل د فلم لپاره ډیر مهمه دی. د یو کارګرادان په توکه باندی دغه ډیر مهمه دی چی لږ پاملرنه ونکړی٫ ځکه چی تاسو په هغه موقعیت کی یاست چی ډیره ښه لوبغاړتیا د خپلو لوبغاړو نه لاسته راوړی. او په دغه توکه د لوبغاړو سره پرته د اندیښنی نه کار وکړی. دغه دنده د تبلیغاتو مجموعه ده٬ که تاسو د ښه تبلیغاتو مجموعه نه برخورداره یاست٬ وروسته باید د لوبغاړو تقسیمولو باندی کار وکړی او هغه ټول په مناسبه ځایونو کی یی د ورځی فلم اخیستلو لپاره تنظیمه کړی. د فلم اخیستلو یوه مجموعه څو ځلی د فلم اخیستلو بدلونو نه لڼډ کوی. کافی کار کوونکی د راحته فلم اخیستلو لپاره ډیر حیاتی دی.

د لوبغاړو ټاکل – کله چی د کافی بودجی نه برخورداره نه یاست دغه لاره کولی شی پخپله باندی یوه ستونزه اوسی. په ځینو وختونو کی واقعا نیکمرغه وم چی د لوی لوبغاړو سره می کار کولو چی واقعا دوی غوښتل چی فلم یو لوی بریالیتوب ته ورسیږی. او هم د هغه لوبغاړو سره می کار کولو چی په دغه احساس باندی یی کار کولو٬ په هغه حال چی پرته د لکښت پیسی اچول کیدلی٫ تاسو یی د خپلو سوغاتونو سره د فلم اخیستلو په ورځ باندی خوشاله کولی یی. هر کوم ځای کی چی مناسبه سړی وینم هغه ټاکمه٬ او وروسته لست لولمه او هغه ته زنګ وهمه ترڅو چی مطمئنه شم چی ښه ټاکنه می کړی ده. د حمل او نقل لګښتو سره کولی شی هغه څوک وموندی چی هم نقش آفرینی یی او هم حمل او نقل یی دوامره وړیا دی.

د اړیکی پاڼه – د اړیکو پاڼه څو ځلی یی بدله کومه ترڅو چی په زړه پوری فلم برداری وشی. د ډیر معلوماتو سره کار ته پیل کومه او د ضرورت په وخت کی څو ځلی یی خلاصه کومه. او باید دغه معلومات د کاغذ یوه پاڼه کی ځای ونیسی. د دغه لپاره (A5) پاڼی ښی دی٬ په دغه صورت باندی چی په کافی توکه باندی مناسبه دی ترڅو چی انتقال یی کړو. په دغه پاڼه کی د وخت اساسی پروګرام٬ ځای٫ د اړیکی جزئیات٬ آب او هوا٬ شمیر او فوری ځای په هغه صورت کی که ضروری اوسی شته دی. کولی شی نور ډیر معلومات همه په کی ولیکی٬ مګر په واقعی توکه باندی باید هغه شیان اوسی چی ضروری اوسی.  

 تولید٬ د لڼډو فلمو فلم برداری مرحلی

 

د یوی صحنی فلم اخیستل – کله چی د فلم اخیستلو وخت رارسیږی٬ مطمئنه شی چی ډیره آسانه مرحله مو ټاکلی ده. د خپل فلم انځورونو پر اساس باندی مو فلم برداری مه کړی مګر د لږ شمیر ځایونو او رڼا تنظیماتو پر اساس باندی فلم برداری وکړی. دغه د ځای لیدنی او د رڼا بدلونونو وخت کم کوی په یاد یی ولری چی د لوبغاړو ځای پځای کول د فلم اخیستلو نسبت باندی لږ وخت ته اړتیا لری. زما په فلم کی یو لوبغاړی باید ژر تللی وی٬ په دغه صورت کی موږ لومړۍ د هغو ټولی برخی فلم برداری کړلی او وروسته د صحنی لوبولو په وخت کی د نر لوبغاړی په ځای باندی مو یو بل ځای نیونکی وټاکلو.

فلم اخیستل د ویرایش لپاره – دا هغه شی دی چی زه یی په شخصی توکه یی انجامومه. د فلم اخیستلو په وخت کی دقت کومه چی د هر یو کامری نه په ښه توکه صحنی پوښښ کړم. حتی د یو فلم تصویري سلسله پر اساس باندی که ټول تصویرونه ته اړتیا نه لری بیا هم باید هغه ونیسی او ویرایش یی کړی. مرکه د دوو نفرو مابینځ کی نشی کولی د هغو شیانو پر اساس باندی چی مخته مو فکر کړی قطع یی کړی٬ ځکه چی ممکن دی چی یوه ښکلی صحنی رامنځ ته شی چی تاسو یی وغواړی د هغو پرځای باندی یی استفاده کړی. د یوی صحنی فلم اخیستل په ټولو کامرو باندی ډیر وخت د فلم اخیستلو وخت کی نه نیسی٬ مګر د ویرایش وخت کی ډیر ډیر وخت ستاسو ته ساتی.

د غږ او ویډیو قطع کول – دارنکه کار د فلم اخیستلو په وخت کی٬ ستاسو د کاری وخت د ویرایش کولو په وخت کی کم کوی. د غږ او ویډیو یوځای قطع کول ستاسو ته کمک کوی او وخت درکوی چی ښه یی وټاکی.

,د تولید وروستنی کارونه په یو فلم باندی انجام شوی دی او یا هم د فلم ثبت پای ته رسیدلی دی

 

فلم اخیستل – د کامری پر اساس مو چی ویدیو نیسی او هغه شیان چی د ویډیو ویرایش کولو لپاره یی په کار وړی٬ ډیر مهمه دی چی ویډیو ګانی په ښه توکه ځای پر ځای کړی. د رد (RED) سیسټم پر اساس باندی فلم برداری کومه او د ادوبی (Adobe) سییټم کی یی ویرایش کومه٬ پرته د کوم بدلون نه کولی شم چی ویډیو ګانی ویرایش کړم. که ویډیوګانی په (FCP) سیسټم کی ویرایش کړم٬ باید ټولی ویډیو ګانی می نوی توکه ته موبدله کړی وی چی هغو کولی شو وغواړی. دغه د کیفیت کارته راتللو سبب کرځیدلو٫ په دغه صورت کی باید ویرایش می د برون خطی (Offline) توکه کړی وی. ویډیو ګانی د ای دی ال (EDL) او یا د اکس ام ال (XML)  په توکه کیږی او وروسته باید هغه می په متصله توکه د بل پروګرام سره د پوره کیفیت سره می باید ویرایش کړی وی. نن ډیر پروګرامونه شته دی چی د ادوبی (Adobe) پروګرام کیفیت غوندی ویرایش کیږی.

ساده ویرایش او ای دی ال (EDL)

د ای دی ال (EDL) ویرایش٬ د صحنی ټوله کتنه او ښه ټاکنه ده. او د ویډیو اخیستلو په وخت کی تاسو ته کمک رسوی چی کار په چټکه توکه مخته ولاړ شی. هغه شی چی زه یی خوښ لرم چی وکړمه دا دی چی د ویرایش په وخت کی یو د وخت خط جوړ کړم او د هغو پر اساس باندی صحنی د یو بل څنک سره کښښدم. دغه ماته کمک رسوی ترڅو چی د صحنو لیدلو په وخت کی د یو بلی پسی تصمیم ونیسم. کله چی صحنی وټاکلی شوی٬ باید هغه یوځای کړو ترڅو چی یو ساده ویرایش جوړ کړی. د نورو نه نتیجه نیول د دغه پیښی جریان کی یو مهمه کار دی ترڅو چی پوه شی چی کوم کارونه ستاسو ویرایش ته ښه دی چی کار مو ښه شی. د ویرایش په وخت کی ویډیو داسی قطع کړی چی طبیعی اوسی او ویرایش د ننداره کونکی له سترګو نه پټ کړی.

د صحنو درېدلو پانګه او د غږونو یوځای کول – کله چی د صحنو ویډیو مو جوړه کړه٬ هغه ولاړه کړی او کار د غږ باندی پیل کړی. په یاد یی ولری چی د هسته ای اړیکو نه کار وانخلی ترڅو چی د غږونو خالی ځایونه د یو بل سره یوځای کړی. او په آخر کی ویدیو وازه پریږده ترڅو چی په آرامه توکه جریان وکړی د دو نه چی سم لاسی قطع شی. هیڅ شی ماته دومره آزار نه راکوی دا چی ویډیو په اشتباهی توکه انجام شی.

د غږ زیاتونه – په دغه برخه کی هغه شیان چی فلم برداری شوی دی مګر غږ یی ثبت شوی نه دی غږ ورته زیات کوی. شاید دغه د ډوډی جاویدانه غږ اوسی٬ که ونشی کولی غږ د نیږدی نه ثبت کړی٬ کولی شی وروسته یی ویډیو ته ورزیات کړی. وروسته د غږ یوځای کولو د ویډیو سره وخت رارسیږی. د غږ زیاتونه فلم ژوندی کوی. زمایو په زړه پوری کارګردان ښاغلی جورج رومیرو (George Romero) وایی چی هغه خپل فلمونه ټول کوری٬ که د هغو فلم غږ ستومانه کونکی وو هغو ته یوه چاره پیدا کوی.

خاصه لیدنه او درجه بندی – کله چی د غږ ویرایش مو خلاص کړلو٬ هغه وخت کولی شی د خاصه لیدنه او درجه باندی یی کار پیل کړی. کولی شی د متفاوته پروګرامونو نه لکه افتر افکت(After affects)  اسپید گرید(Speed Grade)  , دیونسی ریسولو(Devinci resolve) او نورو نه کار واخلی. د درجه بندی لپاره کولی شی د سحرګری تیر نه کار واخلی چی ډیر تنظیمات لری او د ډیرو ویرایشی پروګرامونه سره سازګاری لری.

د آخرینی نسخی موثریت – کله فلم مو خلاص کړلو٬ مهمه دی چی په ډیر ښه کیفیت باندی یی کار وکړی. ممکنه دی په یوه تخته یی او یا هم په یوه انترنټی تارنمای کی یی بار کړی٬ په دغه صورت کی باید حجم یی کم اوسی. دقت وکړی چی فلم مو تل په ښه کیفیت اوسی.

د فلم خرڅول – په آخر کی خپل فلم مو خرڅ کړی. وروسته د زیارونو نه چی کړی مو دی د خلکو نه غواړی چی هغه وکوری. دغه څو فلمونه چی په آخرو کی می جوړ کړی دی په انکس فلم تارنما کی کښیښودلو او هغومره ننداره کونکی یی چی په دغه تارنما کی درلودل په هیڅ کومه بله تارنما کی یی نه درلودل. خپل فلم مو په  هر ډول چی کیږی اجتماعی شبکو ته یی ور ولیکی ځکه چی تاسو نه پوهیږی چی څوک یی کوری. هیله لرم چی د آخری بلاګ نه می خوند وړی وی. زما د لڼډو فلمونو نه او انترنټی ټلویزیونو نه می کتنه وکړی.

http://www.filmannex.com/webtv/markkuczewski

 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160