اجباری واده

Posted on at


اجباری واده یو د هغو ستونزو نه دی چی زموږ ټولنه نن د هغو سره مخامخ شوی ده. په ځینو ځاینو کی په خاصه توکه په کلیو کی دغه پیښی ډیری رامنځ ته کیږی. او هم دا ډول پیښی د حقوقی له نظره غیر قانونی دی. په افغانستان کی که کونده اوسی او یا قانونی عمر ته یی رسیدلی نه وی په اجباری توکه واده کیږی. په خاصه توکه هغه نجونی چی تر اوسه ښوونځی ته ځی او قانونی عمر یی تر اوسه پوره کړی نه دی٫ یعنی چی آتلس کلنی نه دی شوی هغوی واده کوی.



په ننی ټولنه کی نجونی او مېرمنی زده کړی ته اړتیا لری او خوښ لری چی خپلی زده کړی ته ادامه ورکړی او خپلی ټولنی ته خدمت وکړی او د خپل هیواد راتلونکه وټاکی مګر افسوس چی ځینی کورنۍ درک نه لری چی د هغوی اولادونه څه شی غواړی د خپل اولادونو راتلونکه په فکر نه دی دوی فقط خپل قدرت په خپل اولادونو باندی تحمیلوی او په اجباری توکه د هغوی ژوند ټاکی.


نیکمرغه هغه کورنۍ چی خپل اولادونه او کوندی ښځی په اجباری توکه واده کوی نیکمرغه زموږ په هیواد کی د جزای قانون شته دی٫ که ځینی نجونی چی د اتلسو کالونو لاندی دی او یا هم کوندی ښځی په اجباری توکه واده کیږی او هغه رضایت نه لری جزا قانون ته دی مراجعه وکړی او شکایت وکړی چی د هغو ستونزو ته رسیږی.



نیکمرغه د هغه وخت نه چی په افغانستان کی د جزا قانون پرانیستل شوی دی اجباری واده لږ شوی دی. او د زده کړی کچه پورته تللی ده او ټولی نجونی زده کړی ته یی مخ راوړی دی په خاصه توکه د ننی ټکنالوجی وخت کی.


یو شمیر ډیر نجونی هیله لری چی معلوماتی ټکنالوجی زده کړی او اوس د زده کړی په حال کی دی او هغه ښوونځیان چی د انکس فلم او افغان سیټادل شرکت پوښښ لاندی دی ډیر پرمختک یی کړی دی.


اوس هغه ښوونځیان چی د انکس فلم پوښښ لاندی دی سناریو لیکلو٫ اجتماعی سایتونه او بلاګ لیکلو ته یی پیل کړی دی او په دغه برخه کی یی ډیر پرمختک کړی دی. 




About the author

Hatifi-Herat

Established in 1938, Hatifi High School is one of the largest schools in Herat, Afghanistan and has 8300 students. The students attend the classes in rotations. The school offers 116 classes only for female students. Film Annex and Citadel are building an INTERNET classroom at Hatifi High School in June…

Subscribe 0
160